د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

امریکا د افغانستان ۵ ګاونډي هېوادونه د مذهبي ازادۍ له پلوه سرغړونکي بللي


ارشیف، د امریکا بیرغ، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، د امریکا بیرغ، عکس تئزیني بڼه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په هغه اعلامیه کې چې پرون د دوشنبې(د لېندۍ ۱۷مه) په ورځ یې په خپله وېب پاڼه کې تر دې سرلیک لاندې چې د امریکا متحده ایالات له مذهبي ازادۍ څخه د سرغړونکو پر وړاندې اقدام کوي وایي، مذهبي ازادۍ هغه حق دی چې ترې هېڅکله انکار نه شي کیدای او یو بنسټ دی چې پر اساس یې ازادې ټولنې جوړې شوې او وده یې کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالات، هغه هېواد چې اساس یې د هغو کسانو له خوا ایښودل شوی چې له مذهبي ځورونۍ تښتیدلي، یو ځل بیا د هغو کسانو د دفاع لپاره اقدام کوي چې غواړي په ساده ډول له خپلې دغې اساسي ازادي څخه استفاده وکړي.

په دې توګه د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان پنځه ګاونډیان، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، چین او دغه راز سعودي عربستان، برما، ایریتریا، نایجیریا او شمالي کوریا په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ د ۱۹۹۸ کال قانون له مخې د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په لېست شامل کړي چې د مذهبي ازادۍ په اړه د ځانګړې اندیښنې وړ بلل شوي دي.

د دغه قانون له مخې په فهرست کې شامل هېوادونه هغه هېوادونه بلل کېږي چې له مذهبي ازادۍ څخه په منظم ډول جدي سرغړونو کې ښکېل دي، یا هغه زغمل کېږي او دوام لري.

امریکا به ترهغو آرامه کښیننی چې د هرې ترهګرې ډلې له خوا  پر مذهبي آزادۍ د تیري ګواښونه بشپړله منځه نه وي تللي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز روسیه، کیوبا، نیکاراګوا او کوموروس هم د ځانګړو څارونکو دولتونو په فهرست کې شامل کړي دي چې له مذهبي ازادۍ څخه په کې جدي سرغړونې زغمل کېږي یا په خپله دولتونه په کې ښکېل دي.

ازبکستان، د افغانستان بل ګاونډ بیا په تیر یوه کال کې په دې برخه کې د کړیو پرمختګونو په خاطر د مذهبي ازادۍ په اړه له همدغه د ځانګړیو څارونکو هېوادونو له فهرسته ایستل شوی دی.

د ازبکستان او سوډان په اړه چې له دغه فهرسته ایستل شوي ویل شوي چې د دې هېوادونو دولتونو په تېر یوه کال کې د مذهبي ازادۍ په برخه کې کوټلي پرمختګونه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې د دغو هېوادونو له خوا په قوانینو او مقرراتو کې جدي اصلاحات د نورو لپاره ښې بېلګې دي چې ورته لار تعقیب کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د هغو سخت دریځو او افراطي ډلو په لېست کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړې اندیښنې وړ بللي، طالبان او القاعده په دې لست کې شامل شوي دي.

الشباب، القاعده، بوکو حرام، حیات تحریر الشام، حوثي، د صحرا او لویدیځې افریقا لپاره د اسلامي دولت ډلې 'ای.اېس.اېس' څانګې او جماعت نصرالسلام المسلمین په دغه لېست کې شاملې نورې ډلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د عربو د ټاپو وزمې لپاره القاعده او د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګه چې وروستۍ یې په افغانستان کې فعاله ده او د ځانګړې اندیښنې وړپه پخواني لېست کې شاملې وې، په نوي لېست کې یې نومونه ځکه نه دي شامل شوي چې دغو ترهګرو ډلو ترخپل کنټرول لاندې سیمې له لاسه ورکړي او ویل شوي چې د دغه لېست لپاره د په نښه کېدو پر معیارونو برابرې نه دي، خو ویل شوي چې متحده ایالات به ترهغو آرامه کښیننی چې د هرې سخت دریځې او ترهګرې ډلې له خوا پر مذهبي آزادۍ د تیري ګواښونه بشپړله منځه نه وي تللي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه ټویټ ولیکل چې متحده ایالات به د مذهبي ازادۍ په اړه له خپلې ژمنتیا هېڅکله په شا نه شي او وایي، هېڅ یوه هېواد یا ډلې او سازمان ته باید اجازه ورنه کړل شي چې خلک دې د خپلو اعتقاداتو په خاطر تعقیب او وځورول شي.

پومپیو زیاته کړه، دغه کلنی فهرست ښيي چېرې چې پر مذهبي ازادۍ برید کېږي، موږ یې پر وړاندې اقدام کوو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، متحده ایالات به په نړۍ کې پر مذهبي انګېزې د تیریو او ځورونو د پای ته رسولو لپاره نه ستړې کیدونکي کارته دوام ورکړي، ترڅو هرشخص، هرچېرې او هرځای دا حق ولري چې هغسې ژوند وکړي چې ضمیر یې حکم کوي.

XS
SM
MD
LG