د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

اسرائیل کې د ډرون کمرو له طریقه د حیوانانو د څار سیستم رامنځته شوی


ټکنالوژي نه یوازې په ښارونو کې د خلکو ژوند بدل کړی، بلکې اوس په کلیو کې هم د رمو په څرولو کې ورڅخه استفاده کېږي.

په اسرائیل کې یوه شرکت د ډرون کمرو له طریقه د حیوانانو د څار سیستم رامنځته کړی دی.

د جولان پر غونډیو د غواوو د څار لپاره د سپو غپا نه اورېدل کېږي، بلکې پرځای یې له ډرون کمرو استفاده کېږي.

دا ډرون کمرې له لېرې په ریموټ کنترولېږي.

ډرون کمرې په هوا کې غواوې څاري او په ژوندۍ بڼه یې ويډیو د غواوو څېښتن ته لېږي.

د اسرائیل نُعام ازران د بیف فري ارګو شرکت مشر دی چې د ډرون کمرو په واسطه حیوانان څاري.

دی وايي: "د شپون یا سپي پرتله ډرون کمرې د څارویو لپاره داسې وضعیت رامنځته کوي چې هغوی د فشار احساس ونه کړي. یو حیوان چې لږ تر فشار لاندې وي، هغومره روغ وي."

ازران وايي، له متحده عربي اماراتو هم د څارویو ساتونکو د ډرون له طریقه د حیوانانو له څار سره لېوالتیا ښودلې.

متحده عربي اماراتو له اسرائیل سره په سېپټمبر میاشت کې رسمي اړیکې پیل کړې.

دی زیاتوي: "له دې طریقه خلک کولای شي په درېيو کلېکونو کې خپل څاروي وپيايي، لارې او هغه ځای انتخاب کړي چې د غواوو ګله په کې راټوله شي او د څار نور ټول کار په هوا کې زموږ ډرون کوي."

دا شرکت چې د اسرائیل په روش پینا سیمه کې دی، پر خپلواکو ډرون شپونکیو جوړولو کار کوي.

د ازران په وینا دا ډول ډرون شپونکي به د خلکو وخت، پیسې او انرژي وسپموي او په چټکۍ سره به ګلې او رمې تر بېلابېلو سیمو تېروي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG