د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

اذربایجاني ځواکونه په نګورنو قره باغ کې "چلبجر" سيمې ته هم ننوتل


په نګورنو قره باغ کې د چلبجر سیمه
په نګورنو قره باغ کې د چلبجر سیمه

اذربایجاني ځواکونو د نګورنو قره باغ هوکړې له مخې یوه بله سیمه هم په خپل کنټرول کې راوسته.

کارونه، چې اذربایجان یې چلبجر یادوي باید د نومبر په پنځلسمه تسلیم شوې وای خو د بشري دلایلو په سبب دا کار ځنډېدلی و.

د آذربایجان دفاع وزارت د نومبر پر ۲۵ ویلي چې پوځي قطعې یې دغې سیمې ته ننوتي دي.

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د خونړۍ جګړې د درولو لپاره روسیې منځګړیتوب وکړ او دوی یې هوکړې ته سره ورسول چې له مخې یې ارمنستان د اګدام، چلبجر یا کروچر او لاچین سیمې پرېښودو ته اړ شو.

اګدام د نومبر په شلمه او چلبجر هم په پنځه ویشتمه تسلیم شو.

اذربایجان ته د لاچین د سپارلو نېټه د ډسمبر لومړۍ یاده شوې.

د آذربایحان دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي، چې د دوی د ځواکونو د خوندیتوب لپاره د یادې سیمې ټولې لارې آماده دي او غرنۍ سیمې او سړکونه له ماینونو پاک شوي دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې د ورځې په اوږدو کې به د دې حرکت عکسونه او ویډیوګاني شریکې شي.

چلبجر وروسته له هغه اذربایجاني ځواکونو ته وسپارل شو چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بېګاه د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف او د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان سره خبرې وکړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

دا خبره کریملین کړې ده او زیاتوي چې دغو دریو مشرانو همدا راز په نګورونو قره باغ کې خلکو ته د بشري مرستو په رسولو، اقتصادي مسایلو او دغه راز د ترانسپورټي اړیکو پر وړاندې د خنډونو د لیرې کولو په اړه بحثونه کړي دي.

د تېرې اونۍ په وروستیو کې د روسیې د صدراعظم د دوو مرستیالانو، او د دغه هېواد د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سرګي شویګو او سرګي لاوروف په ګډون د دې هېواد لوړ پوړي حکومتي پلاوي یریوان او باکو ته ولاړل.

د آذربایجان دفاع وزارت وايي، دغو چارواکو په نګورنو قره باغ سیمه کې د روسي سوله ساتو ځواکونو د فعالیتونو او خلکو ته د بشري مرستو د رسولو برابرولو لپاره پر نورو اقداماتو غور وکړ.

شاوخوا ۲۰۰۰ روسي ځواکونه د سیمي شاوخوا دیرش کلنې جګړې د ختمېدو د یوې برخې په توګه د روانې میاشتې په سر کې نګورونو قره باغ سیمې ته ننوتل.

په دغو جګړو کې زرګونه کسان وژل شوي دي.

د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ اوربند دواړه هېوادونه دې ته ژمن کړل چې په خپلو کې سوداګریزې پولې بېرته پرانیزي خو لا هم د دې کار لپاره وخت نه دی ټاکل شوی.

روسیه له دواړو هېوادونو سره پراخې اړیکې لري خو له ارمنستان سره امنیتي همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG