د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

"د ننګرهار د ولسي تړون پروګرام کې فساد د پروژو پر کیفیت بده اغیزه کړې"


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د ننګرهار یو شمېر ځایي اوسېدونکي د ولسي تړون ملي پروګرام پر فعالیتونو نیوکه کوي.

دوی وایي، د یاد پروګرام په پروژو کې فساد او کمزوری مدیریت د دې لامل شوی چې د پروژو پر کیفیت بده اغېزه وکړي.

رحمان الله د ننګرهار اوسېدونکی دی، ده ۱۲ ورځې د خپل کلي د خوړ پر غاړه د ولسي تړون له خوا په یوه جوړ شوي استنادي دېوال کې کار کړی دی، خو هغه پر دې دیوال له شوي کاره خوښ نه دی.

رحمان الله وایي، د ولسي تړون پروګرام د مسؤلینو له خوا د کمزوري نظارت له کبله هسې چې په پام کې وه او باید شوي وای، معیاري کار ونه شو او پرېمانه پیسې بې ځایه لاړې.

دی وايي: "په دغه دېوال کې د پروپوزل له مخې یو مزدور ته د ورځې ۴۰۰ افغاني په پام کې نیول شوې وې، دلته دوی ۳۰۰ افغانۍ ورکولې، همدا راز په دېوال کې د کامې تیږه ښودل شوې وه، خو دوی په کې د خوړ تیږه اچوله، په دې خاطر چې دا ورته ارزانه تمامېده، همدا شان سیمنټ هم په کې کم استعمالېدل، شګه یې هم معیاري نه وه، دېوال شوړ شو، خو څه ووایم که د یوه سیلاب تاب هم ولري. "

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی حیات الله هم په دغه ولایت کې د ولسي تړون ملي پروګرام له کارونو راضي نه دی او وایي چې په پروژو کې شته فساد د کارونو پر کیفیت بد اغېز کړی دی.

د جلال اباد ښار
د جلال اباد ښار

دی وایي، د پروژې د پلي کېدو لپاره چې کوم توکي په پام کې نیول کېږي، په هغو معیارونو برابر نه وي چې قرادادونو کې یې ژمنه شوي وي.

ښاغلی حیات الله وايي: "کومې پروژې چې د ننګرهار په کچه په ښارونو او ولسوالیو کې پلي کېږي، هغسې چې د ولسونو تمه وي، نه پلي کېږي، فساد په کې دی هغه توکي چې د ولسونو د قناعت وړ وي،هغسې توکي په کې نه استعمالوي. "

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی سنګر بیا د پروژو په تطبیق کې کمزوری مدیریت هغه څه یادوي چې لومړیتوبونه په کې له پامه غورځول کېږي.

د سنګر په خبره، د پروژې د تطبیق چارې هغو ځایي مشرانو ته په واک کې ورکول کېږي هغوی یې خپلو یا هغو سیمو ته د انتقالولو کوښښ کوي چې ډېره اړتیا ورته ونه لري.

دی وايي: "که څه هم د ولسي تړون په پروګرام کې پرمختیایي چارې پرمخ وړل کېږي، خو خبره یې د نه مدیریت ده، دغه چارې داسې خلکو ته په لاس ورکول کېږي چې زیاتره یې د سیمې قومي مشران وي، هغوی خپلو سیمو یا هغو سیمو ته چې ضرورت ورته نه وي، هلته پرې کارونه کوي. "

په ختیځ کې د ولسي تړون د پروګرام پر مسؤلینو دغه نیوکې په داسې حال کې کېږي چې د دغه پروګرام د معلوماتو له مخې د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې یې شااوخوا ۹۰۰ پروژې منظور شوي چې په ۱۶۶ پروژو یې کار روان دی.

د معلوماتو له مخې، په پیل شوېو پروژو کې ۲۳۹ ښوونځي هم شامل دي چې د اقراء پروګرام له لارې به په ۱۴ ولسوالیو کې جوړېږي چې تراوسه یې ۷۵ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.

هاخوا په ختیځ کې د ولسي تړون د ملي پروګرام رسنیز مسؤل عطا محمد هیله مند د یاد پروګرام له لارې په پلي شویو پروژو کې د فساد په اړه د خلکو ادعا ناسمه بولي.

دی وایي چې ټولې پروژې د خلکو د ځایي منتخبو ولسي شوراګانو له لوري او په خوښه پلي کېږي او دوی ورته یوازې د امکاناتو او سهولتونو د برابرولو مسؤلیت لري.

ښاغلی هیله مند وايي: "په دې کې د ولسي تړون او د کلیو د پراختیا وزارت مامورین هېڅ دخیل نه دي، خپله د کلي خلک کیني، موږ ورته یوازې امکانات او سهولتونه برابروو چې څنګه باید شورا وټاکل شي او څنګه انتخابات وکړي، دوی خپله شورا، رئیس او معاون ټاکي. "

د یادونې ده چې ولسي تړون د ملي پیوستون پرځای رامنځته شوې پروسه ده چې هدف یې له پراختیايي خدمتونو پاتې سیمو کې د خلکو د اړتیا او غوښتنې له مخې پروژې پلي کول دي.

په ختیځ کې د ولسي تړون ملي پروګرام د مسؤلینو په خبره، د ولسي تړون د پروژو په پلي کېدو سره سلګونو بې روزګارو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

XS
SM
MD
LG