د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

د ولسي جرګې پلاوی: واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دېوال جوړولو کې فساد شوی


واشنګټن کې د افغانستان سفارت
واشنګټن کې د افغانستان سفارت

د ولسي جرګې حقیقت موندونکی پلاوی چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د یوه دېوال په جوړولو کې د فساد د ارزولو په خاطر امریکا ته تللی و او افغانستان ته راستون شوی، وايي د دغه دېوال په جوړولو کې فساد شوی دی.

د دغه پلاوي مشر جاوېد صافي د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۰۲» ازادي راډیو ته وویل، د دغه دېوال په جوړولو کې د ملي تدارکاتو قانون په پام کې نه‌دی نیول شوی.

ښاغلي صافي وویل، د دغه دېوال پر جوړولو له ۳ لکو ډالرو نه ډېر لګښت نه‌راځي، حال دا چې شااوخوا یو نیم میلیون ډالره پرې لګول شوي دي.

د ده په خبره د دغه دېوال په لګښت په امریکا کې یو کور جوړېدای شي:​ "د دېوال په موضوع کې قانون تر پښو لاندې شوی، د ۱۵ لکه او ۸۶ زرو ډالرو په لګښت چې ډېر لوړ نرخ دی، دغه دېوال جوړ شوی، تړون‌یې د سفیرې له‌خوا له یوه شرکت سره د ټیلیفون له لارې شوی دی. ما هلته مارکېټ وارزاوه، له کمپنیو سره وغږېدم، په دغه دېوال چې ډېر لګښت راشي، له ۲۰۰ زرو ډالرو نه تر ۳۰۰ زرو ډالرو راځي، له دې نه ډېر نه‌راځي."

ښاغلي صافي وویل، دغه دېوال ۷۰ متره اوږدوالی لري او عادي ساختماني مواد په‌کې کارېدلي دي.

ښاغلي صافي په امریکا کې د افغانستان سفارت په مشرتابه تور ولګاوه چې ډېری کارونه‌یې د قانون خلاف او په اداري فساد کې ښکېل دي.

سربېره پر ولسي جرګې په امریکا کې د افغانستان سفارت د دېوال د جوړولو پر لګښت مخکې له دې د افغانستان مدني فعالانو او پر ټولنیزو شبکو هم انتقادونه شوي و او د دې ساختماني چارې د لګښت ځانګړتیا یې غوښتې وه.

هڅه مو وکړه په دې اړه په واشنګټن کې د افغانستان سفارت نظر هم واخلو، خو چا یې په اړه ځواب ورنه‌کړ.

خو مخکې له دې دغه سفارت د دېوال د جوړېدو په چارو کې هر ډول فساد رد کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د یوه دېوال د جوړولو په چارو کې د فساد په اړه راپورونه رد کړي و.

خو هغه مهال، د افغانستان ولسي جرګې د مالیې وزارت مخکېنی سرپرست، د ولسمشر یو سلاکار، د مالیې وزارت یو سلاکار او په امریکا کې د افغانستان سفیره لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي و.

ازادي راډیو هڅه وکړه د حقیقت موندونکي پلاوي د تازه څرګندونو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ د ویاندویانو نظرونه ترلاسه کړي، خو هغوی یې په اړه څه ونه‌ویل.

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافیت څار بنسټ تأکید کوي چې حکومت دې د معافیت فرهنګ پای ته ورسوي او د فساد پر وړاندې دې مبارزه جدي کړي.

عزت‌الله ادیب
عزت‌الله ادیب

د دغه بنسټ غړي عزت‌الله ادیب د جمعې په ورځ ازادي رادیوته وویل، عدلي او قضايي ارګانونه باید په امریکا کې د افغانستان سفارت د دېوال د لګښت موضوع په بشپړ بې‌پریتوب وڅېړي.

ښاغلی ادیب زیاتوي: "څارنوالي باید د دوسیې په اړه ګام پر ګام خلکو ته معلومات ورکړي او کله چې دوسیه محاکمو ته ځي، محاکم هم باید دا کار وکړي. دا ټول هغه مسایل دي چې په جدي توګه باید وڅېړل شي او له معافیت نه کار وانه‌خیستل شي."

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې ډېر ځله د افغانستان په دولتي ادارو کې د فساد په شتون انتقاد کړی او له افغان حکومت څخه‌یې په کلکه غوښتي چې د فساد د له‌منځه وړلو لپاره دې هڅې تېزي کړي، خو افغان حکومت بیا بیا ویلي چې د فساد پر ضد جدي مبارزه روانه ده.

XS
SM
MD
LG