د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

موډرنا شرکت: د کرونا پر ضد جوړ شوی واکسین ۹۵ سلنه اغېزمن دی


د موډرنا شرکت په وینا دا واکسین په سلو کې ۹۴ اعشاریه ۵ د کرونا ویروس په وړاندې اغېزمن دی. 
د موډرنا شرکت په وینا دا واکسین په سلو کې ۹۴ اعشاریه ۵ د کرونا ویروس په وړاندې اغېزمن دی. 

د درمل جوړولو امریکايي شرکت موډرنا اعلان وکړ چې د کرونا پر ضد د دوی له لوري جوړ شوی واکسین نږدې ۹۵ سلنه اغېزمن دی.

په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو څه کم یو کال پوره کېږي خو دا دی په ایله کې اوس د دې خپرېدونکي ویروس د مخنیوي لپاره واکسین په جوړېدو دي.

د موډرنا امریکايي کمپنۍ اجرايي رييس سټېفن بانسل پرون دوشنبه په یوه بیان کې وویل، د دوی د واکسین د درېم پړاو نتیجې ښيي چې د کوویډ۱۹ په مخنیوي کې بریالی دی.

د موډرنا شرکت په وینا دا واکسین په سلو کې ۹۴ اعشاریه ۵ د کرونا ویروس په وړاندې اغېزمن دی.

تمه کېږي چې موډرنا کمپنۍ په راتلونکو اوونیو کې په نړۍ کې د دې واکسین د عرضه کولو غوښتنې ومني.

په پام کې ده چې د روان میلادي کال تر پایه پورې، چې یوه نیمه میاشت یې پاتې ده، ۲۰ میلیون ډوزه واکسین په امریکا کې خلکو ته ورکړل شي.

موډرنا خپل واکسین پر کابو ۳۰ زره دواه طلبو خلکو ازمویلي چې د کرونا ویروس په وړاندې یې د دغو خلکو مصونیت نږدې ۹۵ سلنه زیات کړی دی.

تېره اوونۍ د امریکا فایزر او د جرمني بیو این ټیک شرکتونو اعلان وکړ چې د دوی له لوری په ګډه جوړ شوی واکسین د کرونا ویروس په وړاندې په سلو کې ۹۰ بریالی دی.

د اروپايي کمېسیون ريیسې اورسلا وون پرون وویل، دا کمېسیون به نن (سې شنبه) د جرمني له کیور واک کمپنۍ څخه د ۴۰۵ میلیون ډوزه واکسین د رانیولو فرمایش ورکړي.

هغې زیاته کړه: "خوشاله یم چې یوه تازه موافقه اعلانوم، د سې شنبې په ورځ موږ د ټولو اروپایانو لپاره د کرونا ویروس د یوه بل واکسین قرارداد تصویبوو."

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون له شمېرنو سره سم، په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۵ ملیونو ته نږدې شوی دی.

له کرونا ویروس څخه د مړو شویو کسانو شمېر تر یو میلیون او ۳ لکو اوښتی دی.

سره له دې چې د واکسینونو بریالیو ازمېښتونو هیلې غوړولي خو په بېلابېلو هېوادونو کې څه باندې ۷ میلیارده انسانانو ته د واکسین د رسېدو لپاره څو میاشتې وخت ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG