د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

نګورنو قره‌باغ کې د اوربند تر موافقې وروسته زرګونه کسان سړکونو ته راووتل


د ارمنستان پلازمېنه یریوان کې لاریون
د ارمنستان پلازمېنه یریوان کې لاریون

له اذربایجان سره د نګورنو قره‌باغ د اوربند تر موافقې وروسته زرګونه کسان د ارمنستان پلازمېنې یریوان پر سړکونو راووتل او له صدراعظم نیکول پاشینیان څخه‌یې د استعفا غوښتنه وکړه.

خو اذریانو د جګړې د پای ته رسېدو هرکلی کړی دی.

په ارمنستان کې د نظامي وضعیت پر مهال پر لاریونونو بندیز لګېدلی، خو مظاهره‌چیان پر دې سربېره د یریوان په مرکزي کتابتون څلورلاره کې راټول شول او صدراعظم نیکول پاشینیان‌يې ملي خاین وباله.

خو صدراعظم پاشینیان پر خپله فېس‌بوک پاڼه د یوه وېډيويي پیغام په خپرولو سره وویل چې د نګورنو قره‌باغ په مهم ښار ستيپاناکیرت کې وضعیت ډېر خراب وو او له خپلې پرېکړې يې دفاع وکړه.

نیکول پاشینیان صدراعظم ارمنستان
نیکول پاشینیان صدراعظم ارمنستان

ده وویل: "په ستیپاناکیرت ښار کې وضعیت داسې شو چې پرته له دفاع پاته وو. که جګړې دوام کړی وای ستيپاناکیرت، مارتوني او اسکیران ټولو سقوط کاوه چې تر هغه وروسته به دوهم، درېیم، څلورم، پنځم، شپږم دفاعي زونونه او زموږ زرګونو سرتیري محاصره شوي وی."

د جګړې پای ته رسولو د موافقې پر اساس چې د مسکو په منځګړیتوب لاسلیک شوه، په نګورنو قره‌باغ سیمه کې ۲،۰۰۰ سوله‌ساتي روسي سرتېري ځای پر ځای کېږي او اذربایجان به پر هغو سیمو کنټرول ولري چې د دې جګړې پر مهال‌یې نیولي.

ترکي چارواکو ټينګار کاوه چې د روسي سوله‌ساتو ځواکونو ترڅنګ ښايي ترکي ځواکونه هم په دې سیمه کې وګومارل شي، خو د اوربند په موافقه کې داسې څه نه تر سترګو کېږي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې هېواد یې له روسیې سره یوځای کار کوي چې د اوربند د څار په خاطر یو ګډ مرکز رامځته کړي.

د اذربایجان او د ترکیې د ولسمشرانو انځورونه
د اذربایجان او د ترکیې د ولسمشرانو انځورونه

نګورنو قره‌باغ په اذربایجان کې یوه سیمه ده، خو اوسېدونکي يې اکثریت ارمنیان دي او د باکو حکومت نه‌مني.

د دې سیمې خلک وروسته له هغه چې په ۱۹۹۴م کال کې جګړه پای ته ورسېده او د اذربایجان ځواکونه له دې سیمې وایستل شول، د ارمنستان په مرسته خپلې چارې اداره کوي.

له دوو میاشتو راهیسې په دې سیمه کې سخته جګړه روانه وه او د اوربند ګڼې موافقې وشوې او بېرته ماتې شوې.

په دې جګړه کې دواړو لورو ته زرګونه کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG