د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

کابل ورځپاڼو د سولې روانې پروسې او د تاوتریخوالي په زیاتېدو تبصرې کړي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې روانې پروسې او د تاوتریخوالي او جګړو په زیاتېدو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې ټينګار کړی چې له اوربند پرته د سولې د مذاکراتو دوام د وخت ضایع کول دي.

وړاندې راغلي،که څه هم له لومړیو ورځو دا څرکنده وه چې د سولې پروسه به د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شي ځکه په وینا یې چې د سولې خبرو له پیل سره طالبانو ته دا انګیزه ورکړل شوه چې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره هڅه وکړي چې ډېرې سېمې په ولکه کې ونیسي او قوي دریځ خپل کړي.

خو ورځپاڼې همدارنګه ټينګار کړی چې د سولې په پروسه کې له طالبانو د اوربند غوښتنه یوه تېروتنه ده ځکه په وینا یې چې طالبانو ته جګړه یوازینۍ وسېله ده او دوي له دې لارې سیاسي مشروعیت په لټه کې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا په کابل کې پر کوثر تعلیمي مرکز د برید په اړه پوښتنې مطرح کړي.

ورځپاڼې لیکلي، د دغو بریدونو پړه چې په ظاهره کې داعش اخیستې، خو په دې اړه یې خپره شوې اعلامیه مشکوکه ده.

لېکوال ادعا کړې چې داعش ډله په افغانستان کې له همغه پیله د استخباراتي کړیو لپاره د یو لاسپاک په توګه کارول شوې ده.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، اوس هم له دې بریده ښکاري چې د مشخصو سیاسي موخو لپاره شوی او استخباراتي کړۍ په کې لاس لري.

د ورځپاڼې په وینا، له څه وخت راهیسې په منظم او سیستماتیک ډول هڅه روانه ده چې د سولې هره هڅه شنډه شي، د جګړې دوام ته لاره برابره شي او نړیوالو او افغانانو ته داسې یو تصویر ورکړل شي چې د سولې خبرې نه بریالۍ کېږي او که بریالۍ هم شي، نو د جګړې لپاره به نورې ډلې او په ځانګړي ډول داعش وي.

  • هېواد

او هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د کابل د شنبې ورځې پېښه ستر جنایت یاد کړې او غندلې ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې په افغانستان کې د ملکي وګړيو وژل او هغوی ته زيان رسول، بشري جنايت دی او له اسلام سره په ټکر کې دی.

ورځپاڼې لیکلي چې د هېواد په نورو برخو کې د جګړې ډېر زيان ملکي وګړيو ته اوړي او دا ټول زړه بوګنوونکي پېښې دي چې په پرله پسې توګه جنايتونه زېږوي.

لېکوال دلته نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه هم مسؤل بللي چې باید د دا ډول پېښو په مخنیوي کې جدي اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG