د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

د اټومي وسلو د بندیز لپاره نوی نړیوال تړون عملي کېږي


د اټومي وسلو د بندیز تړون داسې مهال لازمي کېږي چې د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو د امریکا د اټومي برید ۷۵ کاله پوره شول.
د اټومي وسلو د بندیز تړون داسې مهال لازمي کېږي چې د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو د امریکا د اټومي برید ۷۵ کاله پوره شول.

د اټومي وسلو د بندیز لپاره د یوه نوي نړیوال تړون عملي کول به د راتلونکې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې لازمي شي.

ملګري ملتونه وایي، د اټومي وسلو د بندیز نړیوال تړون عملي کول به درې میاشتې وروسته د راتلونکې جنورۍ میاشتې له ۲۲مې لازمي شي.

دغه خبره ویاند په یوه اعلامیه کې تایید کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیریش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیریش

د دغه تړون هوکړه د اکتوبر په ۲۴مه هوندوراس هم تصویب کړه او دا په دې معنا چې نوي ورځې وروسته به لازم الاجرا کیږي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشر پیټر ماورر دا کار د ( بشریت بریا) یاده کړې ده.

د تړون د لازمي کېدو خبره د اټومي وسلو د له منځه وړلو نړیوال بنسټ (ای.سي.اې.ان) هم کړې ده.

د دغه بنسټ اجرایي مشرې بیاتریس فېن، چې ایتلاف یې ۲۰۱۷ کال کې د نوبل جایزه هم ګټلې وه، ویلي، د اټومي وسلو د بندیز تړون داسې مهال لازمي کېږي چې د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو د امریکا د اټومي برید ۷۵ کاله پوره شول.

میرمن فېن ویلي، سږ کال د ملګرو ملتونو هغه سازمان هم پنځه اویا کلن شو چې اټومي بې وسلې کول یې له بنسټیزو کارونو څخه وو.

د دې په وینا، دا چې پنځوسو هېوادونو د اټومي وسلو د بندیز تړون تصویب کړی، په دې معنا ده چې اټومي وسلې نه یوازې غیر اخلاقي بلکې ناقانونه کار دی.

د اټومي وسلو د بندیز د نړیوال تړون طرحه ۲۰۱۷ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۱۲۲ هېوادونو په تایید تصویب کړه.

دا تړون د اټومي وسلو هر ډول استفاده، پراختیا، تولید، ازمایښت، ځای پر ځای کول، زیرمه کول او ګواښ بندوي.

خو تراوسه د اټومي وسلو لرونکو یو شمېر هېوادونو لکه امریکا، بریتانیا، فرانسې، چین او روسیې دغه تړون نه دی لاسلیک کړی.

XS
SM
MD
LG