د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

مسیر: ولې باید د ولسمشر مرستیال د کابل د امنیت مسؤل شي!؟


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې تر ډېره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل د امنیت د سپارلو او د هلمند جګړې په تړاو لیکنې او تبصرې خبرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې پوښتنه کړې چې ولې باید د ولسمشر مرستیال د کابل د امنیت مسؤل شي!؟

سرمقاله لیکونکي که څه هم دا اقدام له یوه اړخه مثبت، خو له بلې خوا يې د اندېښنې وړ بللې چې د کابل ښار د امنیت په شان مسایل مخامخ د ولسمشر د لومړي مرستیال له‌خوا پر مخ یووړل شي.

خو سرمقاله کې دا مسئله هم د پوښتنې وړ بلل شوې چې د کابل ښار د پولیسو امنیتي حوزې امرین،کورنیو چارو وزارت موجود وي، نو د ولسمشر لومړی مرستیال ولې باید راشي او په دې چاره کې ځان ښکېل کړي!؟

ورځپاڼې ټينګار کړی که ستونزه دا وي چې دا چارواکي صلاحیت نه‌لري، باید صلاحیت ورکړل شي او که بله هره ستونزه وي، باید هغه حل شي ترڅو هر چارواکی او بنسټ خپله خپل کار وکړي او نور کسان په‌کې مداخله ونه‌کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم په کابل ښار کې د امنیت ټينګښت ته په اشارې لیکلي چې د کابل ښار د امنیت خونديتوب لپاره خلک هم مسؤلیت لري چې لاس په‌کار شي او د جنایتکارو ډلو په پېژندلو کې ورسره مرسته وکړي.

ورځپاڼې لیکلي چې د جمهور رئیس لومړي مرستیال ته د دوو اوونیو لپاره د کابل د امنیت ټينګښت مسؤلیت داسې مهال سپارل کېږي چې کابل په یو ناامنه ښار بدل شوی او په ټولنیزو رسنیو کې يې د خلکو تند غبرګونونه راپارولي دي.

خو ورځپاڼې ټينګار کړی چې یو شمېر ځوانانو له بې‌روزګارۍ دغه کار ته مخه کړې او که چېرې ورته د کار زمینه برابره شي، نو د جرایمو کچه به راټیټه شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د هلمند جګړې په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې دا ادعا شوې چې د طالبانو دا حملې له پاکستانه رهبري کېږي او همدارنګه د جګړې په ډګر کې د پاکستاني ملېشه ځواکونو مړي هم پاتې دي.

ورځپاڼې همدارنګه لیکلي چې پر هلمند د طالبانو يرغل ملکي وګړو او ملي تأسيساتو ته سخت زيانونه اړولي او زرګونه کورنۍ بې‌ځايه شوې او سختو مرستو ته اړتيا لري.

د لیکوال په وینا، پر هلمند دا يرغل داسې مهال کېږي چې په قطر کې د طالبانو استازي د سولې لپاره د خبرو مېز ته حاضر کړای شوي، خو لا هم له افغان حکومتي پلاني سره هغوی رسمي خبرې نه‌دي پيل کړي.

XS
SM
MD
LG