د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

مسؤلین: د پلچرخي زندان د اعتصاب کوونکو غوښتنې یوې ځانګړې کمېټه کې ارزول کېږي


ارشیف، پلچرخي زندان
ارشیف، پلچرخي زندان

د افغانستان د زندانونو د تنظیم اداره وايي، د پلچرخي زندان د اعتصاب کوونکو غوښتنې به د لوړپوړو چارواکو په ګډون د عدلي او قضايي ځانګړې کمېټې په یوې ناسته کې وارزول شي.

دغه اداره وايي، د اعتصاب کوونکو زندانیانو ځینې غوښتنې د دوی له صلاحیته پورته دي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته‌یې راجع کړې دي.

د یادې ادارې ویاند فرهاد بایاني د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۱۳» ازادي رادیو ته وویل، ناسته به د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د عدلي او قضايي ارګانونو له مسؤلینو سره جوړه شي.

فرهاد بایاني
فرهاد بایاني

ښاغلی بایاني زیاتوي: "ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ د ولسمشر د دوهم مرستیال په مشرۍ، د عدلي او قضايي ځانګړې کمېټې ناسته جوړه شي. په دې ناسته کې به د اعتصاب کوونکو زندانیانو ټولې غوښتنې، د عدلي او قضايي ارګانونو د مسؤلینو په موجودیت کې وارزول شي او لازم تصامیم به ونیول شي."

ښاغلي بایاني وویل د اعتصاب کوونکو زندانیانو عمده غوښتنې عدلي او قضايی ارګانونو ته متوجې دي چې د زندانیانو په خبره تر اوسه‌یې نتیجه نه‌ده ورکړې.

د زندانونو د تنظیم اداره وايي، یو شمېر زندانیانو چې له درې ورځو راهیسې یې د نه‌خوړو اعتصاب پیل کړی، عمومي بخښنه غواړي او دا هم وايي چې د پوځیانو، د مخدره موادو د قاچاق کوونکو، ناروغانو او سپین ږیرو په اړه د بخښنې په فرمانونو کې شامل شي.

د یادې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې له زندانیانو سره د دوی د کورنیو د غړو او خپلو خپلوانو د لیدو پروګرام چې د دغې ادارې له‌خوا د نوې کړنلارې له مخې جوړ او نافذ شوی، پیلېدونکی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان تر ټولو لوی پلچرخي زندان کې ځیني زندانیان وايي، پر اعتصاب‌یې اته ورځې تېرېږي، خو هېڅ پام ورته نه‌دی شوی.

عمر او تور جان چې ځانونه د دغه زندان بندیان ښيي ازادي راډیو ته وویل، د یو شمېر زندانیانو روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی.

دوی زیاتوي: "د زندانیانو وضعیت دې حد ته رسېدلی چې حتی په تشنابونو کې ضعف کوي، له یوه سره چې مرسته کوو، د بل وضعیت خرابېږي."

ارشیف، پلچرخي زندان کې یو زنداني
ارشیف، پلچرخي زندان کې یو زنداني
"موږ خپل استازي ورلېږو، خو چې بېرته راشي، د زندان د مسؤلینو له‌خوا ورته خبرداری ورکړل شوی وي چې، تاسې به ځانګړي بلاک کې واچوو او داسې نور. زموږ د ستونزو حل ته تر اوسه کوم اقدام نه‌دی شوی."

دوی ادعا کوي څوک چې د بخښنې په فرمان کې راغلي وي، نه‌خوشې کېږي، د دوی خپل خپلوان اجازه نه‌لري چې له دوی سره وویني او خواړه‌یې هم ښه نه‌دي.

دوی وايي ځیني د پیسو په بدل کې خوشې کېږي.

د زندانونو د تنظیم اداره د اعتصاب کوونکو زندانیانو د شمېر په اړه څه نه‌وايي.

دغو زندانیانو تېره اوونۍ په اعتصاب لاس پورې کړی او ټینګار کوي تر هغې چې ستونزو ته‌یې رسېدنه ونه‌شي، اعتصاب به‌یې روان وي.

د زندانونو د تنظیم اداره وايي، اوس په دغه زندان کې څه کم ۷،۰۰۰ زندانیان ساتل کېږي.

XS
SM
MD
LG