د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

په ځینو هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې بیا زیاتې شوي


په فرانسه کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر تر ۶ لکه ۶۰ زره واوښت. 
په فرانسه کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر تر ۶ لکه ۶۰ زره واوښت. 

په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې په زیاتېدو دي او په یو شمېر هېوادونو کې د وروستیو ورځو مثبتې پېښې د دې وبا له پیله تراوسه پورې د شمېر له پلوه بې سارې بلل شوي دي.

اروپايي اتحادیه او بریتانیا په متوسط ډ‌ول د ورځې نږدې ۴۸ زره نوې پېښې ثبتوي.

فرانسې پرون (شنبه) څه کم ۱۷ زره پېښې ثبت کړې چې دا د اپرېل له میاشتې را په دې خوا په یوه ورځ په دې هیواد کې تر ټولو لوړ شمېر و.

له دې سره په فرانسه کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر تر ۶ لکه ۶۰ زره واوښت.

بریتانیا پرون د کویډ۱۹ نږدې ۱۳ زره نوې پېښې ثبت کړې.

د کرونا د مثبتو پېښو د ډېرېدو له کبله یو شمېر هېوادونه اړ شوي چې محدودیتونه ډېر کړي.

پرون هند وویل، چې په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر تر یولک تنو اوښتی او شپږ نیم میلیونه پرې اخته شوي دي خو باور کېږي چې حقیقي شمېر به تر دې ډېر وي.

هند له امریکا او برازیل وروسته په نړۍ کې د کرونا ویروس ډېرې پېښې ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG