د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

ټرمپ: د ۲۰۲۱ تر اپرېله به ټولو امریکایانو ته د کویډ۱۹ واکسین ورسېږي


د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ ژمنه کړې چې هېواد به یې د روان کال تر پایه د کویډ۱۹ سل میلیونه ډوز واکسینونه تولید کړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د راتلونکي کال تر اپرېل پورې به ټولو امریکایانو ته واکسین ورسېږي.

له دې مخکې ډونالډ ټرمپ ویلي و چې تمه کېږي د کرونا ویروس واکسین تر همدې اکټوبر پورې په خلکو وویشل شي خو کارپوهانو ویلي چې دا وړاندوینه عملي نه ښکاري.

د جانز هاپکنز پوهنتون د راپور له مخې تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې تر دېرشو میلیونو زیات کسان په کرونا اخته شوي دي.

له دې ډلې نږدې نهه نیم لکه کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۱ میلیونه نور کسان بېرته رغېدلي.

XS
SM
MD
LG