د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲
قطر کې بین‌الافغاني خبرې
قطر کې بین‌الافغاني خبرې

د افغان حکومت او طالبانو مذاکرات؛ 'مذاکره کوونکي پلاوي د تشدد پر کمولو خبرې کوي'

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول. د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی بېګا دوحې ته ورسېد.

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول.

د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی جمعه ماښام دوحې ته ورسېد.

په همدې حال کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې په دوحه کې خبرې افغانان خپله کوي او هېڅ منځګړی به نه‌لري او نه به څوک د سهولت برابرولو لپاره په‌کې وي.

هغه وویل چې دا وار به افغانان په خپله د سولې لپاره نقشه جوړوي څو د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي لاره جوړه شي، خو که‌یې مرستې ته اړتیا درلوده، امریکا مرستې ته تیاره ده.

خلیلزاد دا خبرې جمعې په ورځ په یوه ټیلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته کړې دي.

هغه وویل: "اوس موږ داسې یوې پروسې ته داخل شوي یو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ده، کله چې افغانان سره ګوري هلته به هېڅ منځګړی یا سهولت جوړونکي نه‌وي. موږ به د اړتیا په وخت کې مرستې ته تیار یوو، که هرې خوا اړتیا درلوده موږ به‌يې څارونکي او مرستندوی یو، خو که‌یې مرستې ته اړتیا نه‌درلوده، پروا نه‌لري، ښه خبره به وي."

د افغانستان دولت د پلاوي مشر د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله دی. په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم شامل دي.

امریکا د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې یوه مهمه خبره په‌کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د دې ژمنې د سر ته رسولو په دوهم پړاو کې دي.

زلمی خلیلزاد وايي: "له طالبانو سره په موافقه کې او له حکومت سره په تفاهم‌لیک کې په مشروط ډول زموږ د قواوو د کمېدو خبره شوې ده چې یوازې د امریکا نه، بلکې د ائتلافي قواوو او ناټو غړي هم دي، موږ اوس‌مهال په دوهمه مرحله کې یو، په اول پړاو کې موږ ۸،۶۰۰ ته راکم شوو او دوهم پړاو به موږ ۴،۵۰۰ ته راورسوي، د اکټوبر او نومبر تر میاشتو وخت کې او اوس موږ په دې پړاو کې یوو."

خلیلزاد پرون وویل، د امریکا حکومت هیله لري چې د افغانستان دولت به له طالبانو سره پر داسې سیاسي موافقه جوړ شي چې بیا په ګډه د نورو ترورېستي ډلو لکه داعش پر ضد مبارزه او په افغانستان کې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.

په دوحه کې به شنبه د خبرو د پیل رسمي مراسم وي او خبرې به د دوشنې په ورځ پيل شي.

۱۲:۳۹ ۲۳.۶.۱۳۹۹

تازه: 'د طالبانو ۶ بحث پاروونکي زندانیان د نومبر په پای کې خوشې کېږي'

دوه با خبره سرچینې چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي په قطر کې د ازادي راډیو خبریال ته تأییدوي چې د طالبانو شپږ بحث پاروونکي زندانیان د نومبر میاشتې په پای کې خوشې کېږي.

۱۲:۲۰ ۲۳.۶.۱۳۹۹

خلیلزاد: اوربند قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو یوه مهمه موضوع ده

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، اوربند په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو یوه مهمه موضوع ده.

زلمي خلیلزاد له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، د امریکا او طالبانو په موافقه کې هم اوربند یو له څلورو مهمو موضوعاتو څخه و چې پر اساس‌یې د قطر موافقه لاسلیک شوه.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

هغه زیاته کړه: "ګومان کوم څه چې په لنډ وخت کې عملي ښکاري هغه د جګړې د شدت کموالی دی او یا یو بشري اوربند دی، دایمي او ټول‌شموله اوربند فکر کوم هغه مهال ممکن دی چې پر یوه سیاسي فورمول یا حل‌لارې موافقه یا تفاهم وشي."

خلیلزاد په عین حال کې وايي، په‌کار ده چې د سیاسي موافقې لپاره لنډمهال اوربند او یا بشري اوربند وشي څو وروسته دایمي اوربند ته هم لاره پرانیستل شي.

د افغانستان حکومت د اعتماد د رامنځته کېدو لپاره له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه پورې طالبانو له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.

۰۹:۱۵ ۲۳.۶.۱۳۹۹

عبدالله: مذاکره کوونکي پلاوي به نن د تشدد کمولو پر پرېکړه خبرې وکړي

د افغانستان دولت پلاوی به نن (د سپټمبر۱۳مه) د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د تشدد د کمولو پر پرېکړه خبرې وکړي.

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي چې هغوی به پرېکړه کوي چې په راروانو بحثونو کې کومو مسئلو ته لومړیتوب ورکړي.

عبدالله عبدالله پرون له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: "د خلکو په ذهن کې یوه مهمه مسئله د تشدد بېخي کمېدل دي، د بشري خواخوږۍ پر اساس اوربند دی، داسې چې موږ هیله لرو چې په دایمي اوربند بدل شي."

په دوحه کې د افغانستان د سولې د کنفرانس په پیل کې د عبدالله عبدالله وینا

په دوحه کې پرون د افغانستان د سولې کنفرانس په پیل کې هم عبدالله عبدالله په خپله وینا کې هم غوښتنه وکړه چې د بشري خواخوږۍ پر اساس باید په افغانستان کې اوربند اعلان شي. طالبانو تر دې وړاندې د اوربند اعلان رد کړی و او دا پرېکړه‌یې په دوحه کې د دولت له پلاوي سره د خبرو پیل ته پرېښې وه.

د امریکا حکومت ویلي چې په دوحه کې روانې خبرې د افغانانو ترمنځ دي او هغوي یې مشران دي او هېڅ منځګړی یا سهولت جوړوونکی برخه نه په‌کې اخلي، خو که چېرې هره یوه خوا له امریکا مرسته وغواړي، دوی تیار دي. په دوحه کې د سولې خبرې د واشنګټن په مرسته پيل شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په دوحه کې وویل چې د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام ټاکنه د افغانستان د خلکو په پرېکړه پورې تړلې ده، خو ویې‌ویل چې ډیموکراسي د واکمنۍ تر ټولو غوره بڼه ده.

دواړو خواوو پرون د راروانو بحثونو د اجنډا د ټاکلو لپاره کاري ډلې جوړې کړې دي. د دایمي اوربند اعلان، د ښځو او لږکیو حقونه، د طالبانو د زرګونه وسله‌والو بې‌وسلې کېدل او د هغو غیر قانوني وسله‌والو برخلیک چې ځینې یې له حکومت سره یوځای شوي د دې خبرو سخت ټکي بلل کېږي.

په قطر کې د سولې خبرو پیل

عبدالله عبدالله پرون له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان د دولت پلاوی به د ښځو پر مدني حقونو ټینګ ولاړ وي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، محمد حنیف اتمر پرون په دوحه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دواړه خواوې پر یو لړ تخنیکي مسئلو موافقې ته رسېدلي دي.

امریکا او طالبانو د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د سولې موافقه وکړه.

قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات

په قطر کې د افغان سولې مقدماتي غونډه تاریخي پېښه وبلل شوه

د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې باید د مارچ په میاشت کې لا پيل شوې وی، خو تر ډېر انتظار وروسته، بالاخره پرون د افغانستان د سولې کنفراس پيل شو.

د کنفرانس د پيل په وینا کې عبدالله عبدالله وویل: "زه په ډاډ ویلئ شم چې دا ورځ به زموږ په هېواد کې د جګړې او زموږ د خلکو د کړاو د پای ته رسېدو د ورځې په توګه ثبت شي."

۲۱:۳۶ ۲۲.۶.۱۳۹۹

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG