د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶
قطر کې بین‌الافغاني خبرې
قطر کې بین‌الافغاني خبرې

د افغان حکومت او طالبانو مذاکرات؛ 'مذاکره کوونکي پلاوي د تشدد پر کمولو خبرې کوي'

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول. د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی بېګا دوحې ته ورسېد.

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول.

د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی جمعه ماښام دوحې ته ورسېد.

په همدې حال کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې په دوحه کې خبرې افغانان خپله کوي او هېڅ منځګړی به نه‌لري او نه به څوک د سهولت برابرولو لپاره په‌کې وي.

هغه وویل چې دا وار به افغانان په خپله د سولې لپاره نقشه جوړوي څو د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي لاره جوړه شي، خو که‌یې مرستې ته اړتیا درلوده، امریکا مرستې ته تیاره ده.

خلیلزاد دا خبرې جمعې په ورځ په یوه ټیلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته کړې دي.

هغه وویل: "اوس موږ داسې یوې پروسې ته داخل شوي یو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ده، کله چې افغانان سره ګوري هلته به هېڅ منځګړی یا سهولت جوړونکي نه‌وي. موږ به د اړتیا په وخت کې مرستې ته تیار یوو، که هرې خوا اړتیا درلوده موږ به‌يې څارونکي او مرستندوی یو، خو که‌یې مرستې ته اړتیا نه‌درلوده، پروا نه‌لري، ښه خبره به وي."

د افغانستان دولت د پلاوي مشر د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله دی. په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم شامل دي.

امریکا د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې یوه مهمه خبره په‌کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د دې ژمنې د سر ته رسولو په دوهم پړاو کې دي.

زلمی خلیلزاد وايي: "له طالبانو سره په موافقه کې او له حکومت سره په تفاهم‌لیک کې په مشروط ډول زموږ د قواوو د کمېدو خبره شوې ده چې یوازې د امریکا نه، بلکې د ائتلافي قواوو او ناټو غړي هم دي، موږ اوس‌مهال په دوهمه مرحله کې یو، په اول پړاو کې موږ ۸،۶۰۰ ته راکم شوو او دوهم پړاو به موږ ۴،۵۰۰ ته راورسوي، د اکټوبر او نومبر تر میاشتو وخت کې او اوس موږ په دې پړاو کې یوو."

خلیلزاد پرون وویل، د امریکا حکومت هیله لري چې د افغانستان دولت به له طالبانو سره پر داسې سیاسي موافقه جوړ شي چې بیا په ګډه د نورو ترورېستي ډلو لکه داعش پر ضد مبارزه او په افغانستان کې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.

په دوحه کې به شنبه د خبرو د پیل رسمي مراسم وي او خبرې به د دوشنې په ورځ پيل شي.

۱۷:۳۹ ۲۲.۶.۱۳۹۹

۱۷:۳۱ ۲۲.۶.۱۳۹۹

په قطر کې د افغان سولې مقدماتي غونډه تاریخي پېښه وبلل شوه

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مخامخ خبرې ډېرو سیاسي څېرو او سازمانونو تاریخي پېښه بللې ده.

د ټولو ټینګار دا دی چې له دې فرصت نه باید د تل‌پاتې سولې لپاره کار واخیستل شي.

له کلونو کلونو انتظار وروسته د جګړې اصلي اړخونه، دولت او طالبان د سولې پر ټغر سره کېناستل.

د افغانستان په قضیه کې ښکېلو اړخونو دا تاریخي ورځ او د سولې ټینګښت لپاره ښه فرصت یاد کړی دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ غونډې ته له لیرې واټنه په خپلې وینا کې وویل چې دوی او نور متحدین‌یې د با ثباته او خوندي افغانستان ملاتړ ته ژمن پاتې کېږي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

هغه زیاته کړه: "د بین‌الافغاني خبرو له پیل سره موږ یوه نوي پړاو ته ځو چې هغه د افغانانو له‌خوا د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې دي، موږ به پر دې سخته او اوږده لار د افغانستان ملاتړ کوو، ناټو د دغو خبرو د بریالیتوب لپاره کار کوي، د افغان دولت او طالبانو استازو وښوده چې دوی یو بل سره خبرې کولای شي، ان پر ستونزمنو او حساسو مسایلو."

د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزف بورېل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پيل هرکلی کوي او هیله ښيي چې دا به د سوله‌ییز افغانستان یو نوی څپرکی پرانیزي.

په کابل کې د اروپایي ټولنې د مأموریت مشرتابه او د کاناډا سفارت هم په یوه ګډه اعلامیه کې دا خبرې تاریخي فرصت بللی او له ښکېلو خواو یې غوښتي چې ساتنه‌یې وکړي.

د افغانستان ګاونډیانو هم پر دې خبرو تبصرې کړې دي.

ایران چې کوم استازي یې غونډه کې فزیکی حضور نه‌درلود ویلي، دوی د خبرو هرکلی کوي او هیله‌یې ښودلې چې له (بهرنۍ مداخلې) پرته بریا ته سره ورسېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، تل‌پاتې سولې ته رسېدل کولای شي ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستنېدو ته زمینه برابره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي غونډې ته له لیرې واټنه وینا درلوده او ویې‌ویل چې هېواد یې له داسې ډیموکراتیک افغانستان سره درېږي چې سوله په‌کې وي او له ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري.

هند هم د بین‌الافغاني خبرو د پیل هرکلی کړی او د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر ویلي چې د افغانستان خاوره باید د هند د ګټو په خلاف ونه‌کارول شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د وسله‌وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې ویلي، د دوی او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو پایله ده.

ده ویلي، د افغانستان حکومت به دا پروسه په تدبیر او پیاوړې ارادې سره مخته یوسي، جګړه به پای ته ورسوي او داسې سوله به ټینګه کړي چې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندي کړي.

۱۷:۲۰ ۲۲.۶.۱۳۹۹

۱۷:۱۸ ۲۲.۶.۱۳۹۹

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG