د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲
قطر کې بین‌الافغاني خبرې
قطر کې بین‌الافغاني خبرې

د افغان حکومت او طالبانو مذاکرات؛ 'مذاکره کوونکي پلاوي د تشدد پر کمولو خبرې کوي'

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول. د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی بېګا دوحې ته ورسېد.

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول.

د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی جمعه ماښام دوحې ته ورسېد.

په همدې حال کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې په دوحه کې خبرې افغانان خپله کوي او هېڅ منځګړی به نه‌لري او نه به څوک د سهولت برابرولو لپاره په‌کې وي.

هغه وویل چې دا وار به افغانان په خپله د سولې لپاره نقشه جوړوي څو د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي لاره جوړه شي، خو که‌یې مرستې ته اړتیا درلوده، امریکا مرستې ته تیاره ده.

خلیلزاد دا خبرې جمعې په ورځ په یوه ټیلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته کړې دي.

هغه وویل: "اوس موږ داسې یوې پروسې ته داخل شوي یو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ده، کله چې افغانان سره ګوري هلته به هېڅ منځګړی یا سهولت جوړونکي نه‌وي. موږ به د اړتیا په وخت کې مرستې ته تیار یوو، که هرې خوا اړتیا درلوده موږ به‌يې څارونکي او مرستندوی یو، خو که‌یې مرستې ته اړتیا نه‌درلوده، پروا نه‌لري، ښه خبره به وي."

د افغانستان دولت د پلاوي مشر د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله دی. په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم شامل دي.

امریکا د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې یوه مهمه خبره په‌کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د دې ژمنې د سر ته رسولو په دوهم پړاو کې دي.

زلمی خلیلزاد وايي: "له طالبانو سره په موافقه کې او له حکومت سره په تفاهم‌لیک کې په مشروط ډول زموږ د قواوو د کمېدو خبره شوې ده چې یوازې د امریکا نه، بلکې د ائتلافي قواوو او ناټو غړي هم دي، موږ اوس‌مهال په دوهمه مرحله کې یو، په اول پړاو کې موږ ۸،۶۰۰ ته راکم شوو او دوهم پړاو به موږ ۴،۵۰۰ ته راورسوي، د اکټوبر او نومبر تر میاشتو وخت کې او اوس موږ په دې پړاو کې یوو."

خلیلزاد پرون وویل، د امریکا حکومت هیله لري چې د افغانستان دولت به له طالبانو سره پر داسې سیاسي موافقه جوړ شي چې بیا په ګډه د نورو ترورېستي ډلو لکه داعش پر ضد مبارزه او په افغانستان کې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.

په دوحه کې به شنبه د خبرو د پیل رسمي مراسم وي او خبرې به د دوشنې په ورځ پيل شي.

۱۷:۰۲ ۲۲.۶.۱۳۹۹

قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ګډه کاري ډله جوړه شوه

په قطر کې د سولې مذاکراتو د مقدماتي غونډو په لړ کې د حکومت او طالبانو کاري ډله جوړه شوه.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیې کوفي پر خپل فېس‌بوک ویلي چې دا کاري ډله به د اجنډا پر ټاکلو کار کوي.

قطر کې د سولې د بین‌الافغاني خبرو نننۍ غونډه
قطر کې د سولې د بین‌الافغاني خبرو نننۍ غونډه

په دوحه کې د ازادي راډیو خبریال وایي په دې کاري ډله کې د افغان دولت د پلاوي له لوري معصوم ستانکزی، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عنایت‌الله بلیغ او نادر نادري شامل دي او د طالبانو له لوري شېر محمد عباس ستانکزی، مولوي عبدالکبیر، نورالله نوري، شهاب‌الدین دلاور او شېخ قاسم ترکمن برخه لري.

د سولې مذاکراتو پرانیستونکې غونډه نن تر غرمې مخکې پای ته ورسېده، خو دواړه لوري د اصلي خبرو د پیل لپاره چې د دوشنبې په ورځ به وي، مقدماتي غونډې کوي.

په دوحه کې د ازادي راډیو خبریال وایي، دا مهال دوه اړخیزې او درې اړخیزې غونډې دوام لري چې تر ډېره تعارفي بڼه لري.

دا مذاکرات د افغانستان د نږدې ۴۰ کلنې جګړې د ختمېدو په هدف کېږي.

۱۶:۴۴ ۲۲.۶.۱۳۹۹

طالبانو نن د افغان دولت ۲۲ تنه بندیان خوشې کړل

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې اعلامیه کې وویل چې د افغان حکومت ۲۲ بندیان په هلمند ولایت کې د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، طالبانو دا اقدام د سولې په مذاکراتو کې د ښه نیت او د باور فضا رامنځته کولو په پار کړی دی، څو دا خبرې مطلوبې نتیجې ته ورسېږي.

ارشیف، طالب جنګیالي
ارشیف، طالب جنګیالي

په اعلامیه کې له افغان حکومت څخه هم غوښتنه شوې چې په ورته اقداماتو سره د رامنځته شوي فرصت څخه ښه ګټه واخیستل شي.

حکومت مخکې ویلي وو چې طالبان باید ټول هغه بندیان خوشې کړي چې ورسره دي، خو دقیق شمېر یې نه‌و ښودلی.

۱۶:۲۹ ۲۲.۶.۱۳۹۹

د بشر حقونو سازمانونه: د سولې خبرو کې باید د بشر اساسي حقونه خوندي پاتې شي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو سازمان په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د بشري اساسي حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.

د بین‌الافغاني خبرو د پیل په درشل کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو ځیني بنسټونه یو ځل بیا د سولې په مذاکراتو کې د بشري حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.

ذبیح الله فرهنګ

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیح الله فرهنګ د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د بین‌الافغاني خبرو د پيل د هرکلي ترڅنګ وویل: "د قربانیانو او عامو خلکو غوښتنې باید د مذاکراتو د اساسي رکن په توګه وپېژندل شي، د قربانیانو غږ باید واورېدل شي، دغه‌شان په مذاکراتو کې باید د خلکو اساسي او بشري حقونه په رسمیت وپېژندل شي او باید درناوی ورته وشي او خوندي شي."

نن شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیلېدو مقدماتي غونډه وشوه او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ دغه خبرې په رسمي ډول پيل شي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان رئیس لعل ګل لعل هم ورته نظر لري او د دواړو غاړو له مذاکراتي پلاوو غوښتنه کوي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان رئیس لعل ګل لعل

هغه زیاته کړه: "د جګړې په ښکېلو غاړو او مرکچي پلاوو باندې غږ کوو چې د داسې سولې لپاره دې کار وکړي چې عدالت په‌کې پلی وي، بشري حقونو ته په کې درناوی وشي، په تېرو ۲۰ کلونو کې چې د بشري حقونو په برخه کې کومې لاسته راوړنې وې، باید هغو ته په‌کې درناوی وشي."

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شوو.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د رسنیو د دفتر مشر رضوان مراد بیا په مذاکراتو کې د افغانستان د حکومت له اړخه د بشري حقونو د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکوي.

رضوان مراد

مراد وویل: "په مذاکراتو کې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او فعالانو حقونو موضوع نه‌یوازې د افغان حکومت، بلکې سیمه‌ییزو متحدینو ته هم سرې کرښې دي، د افغان حکومت لپاره اساسي معیارونه دي چې د مذاکراتو په مېز کې پرې بحث کېږي، خو معامله پرې نه‌کېږي."

مخکې تر دې د بشري حقونو په برخه کې د دولت وزیرې سیما ثمر هم ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د یوې پایښتې سولې لپاره د بشر حقوند خوندیتوب او ورته درناوی د سولې په خبرو کې حتمي دي.

۱۶:۲۳ ۲۲.۶.۱۳۹۹

مایک پومپیو: د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام ټاکل به په خپله افغانان کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام ټاکل به په خپله افغانان کوي، خو نوموړي د واک تر ټولو غوره لاره ډیموکراسي وبلله.

مایک پومپیو
مایک پومپیو

پومپیو نن په دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو په مقدماتي غونډه کې وویل: "البته چې ستاسو د راتلونکي سیاسي سیستم انتخاب ستاسو سره دی، په امریکا متحده ایالاتو کې موږ ډیموکراسي تر ټولو ښه لاره ګڼو، ډیموکراتیک سیستمونه د اقلیتونو د حقونو د خوندیتوب ترڅنګ د اکثریت د انتخاب استازیتوب کوي او دې تګلارې موږ او نورو ډیموکراتیکو ملتونو ته لویې بریاوې لرلې دي."

پومپیو زیاته کړه چې د ټولو افغانانو د حقونو خوندیتوب د افغانستان د تاوتریخوالي د ختمولو تر ټولو ښه لار ده.

بل‌خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر نن د دوحې د سولې په مقدماتي خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د اسلامي نظام ټینګول غواړي.

نوموړي له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې په خپلو ویناوو کې اسلامي اصول په پام کې ولري او د خپلو شخصي ګټو لپاره د ده په وینا اسلامي اصول قرباني نه‌کړي.

امریکا ویلي چې په دې خبرو کې د څارونکي رول لري او د اړتیا په صورت کې له دواړو لورو سره همکاري کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG