د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

طالبان: لا مو ۱۰۰ بندیان نه‌دي خلاص شوي او تر ازادېدو به‌یې مذاکرات پیل نه‌شي


یو شمېر خوشې شوي بندیان
یو شمېر خوشې شوي بندیان

د طالب بندیانو د ازادۍ په اړه د افغان حکومت او طالبانو ضد او نقیضې څرګندونې.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو د پیل په درشل کې، د دې ډلې ویاند ویلي، تر اوسه د دوی ۱۰۰ بندیان له بنده نه‌دي خلاص شوي او تر هغه چې دا بندیان ازاد نه‌شي، مذاکرات به پیل نه‌کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، تر اوسه د دوی د بندیانو پروسه وروستۍ شوې نه‌ده او هر کله چې دا بهیر بشپړ شي، دوی به له افغان پلاوي سره مذاکرات پیل کړي.

نعیم وردک ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي، د بندیانو په خوشې کېدو کې ځنډ، د سولې مذاکرات ځنډولي دي.

محمد نعیم په خپله ټویټرپاڼه هم لیکلي"تر اوسه د بندیانو د خلاصون پروسه نه‌ده نهايي شوې او هر کله چې دا بهیر بشپړ شي، مذاکراتي ټیم‌یې د بین‌الافغاني خبرو لپاره چمتو دی."

دا په داسې حال کې ده چې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله بیا وايي، د حکومت مرکچي پلاوی به ډېر ژر قطر ته ولاړ شي.

هغه زیاته کړه: "زه یقین لرم چې دا کار ژر تر ژره کېدونکی دی."

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

خو ښاغلي عبدالله چې په کابل کې د احمد شاه مسعود په یاد د مقاومت څلي ته د ګلو ګېډۍ له ایښودو وروسته رسنیو سره خبرې کولې، په دې اړه نور ډېر جزئیات ورنه‌کړل.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ازادي راډیو ته په خپل رالېږلي پیغام کې لیکلي، تر اوسه د طالبانو شپږ تنه زندانیان چې د ازادۍ په اړه‌یې یو شمېر هېوادونو اندېښنه ښودلې وه، قطر ته نه‌دي لېږل شوي.

خو ښاغلی فیصل بیا د طالب ویاند د هغو څرګندونو په اړه چې ۱۰۰ بندیان‌یې لا نه‌دي خوشې شوي، څه نه‌وايي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

د افغانستان حکومت له دې وړاندې په ځلونو ویلي چې د شپږ تنه طالب بندیانو پرته، د هغو طالب بندیانو د خوشې کېدو بهیر بشپړ شوی چې دې ډلې یې د خلاصون غوښتنه کړې.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو یو کارپوه عبداللطیف نظري وايي، یو شمېر هېوادونه د خپلو ګټو لپاره هڅه کوي چې د سولې روان بهیر له یو ډول خنډ سره مخ کړي.

هغه وویل: "د سیمې قدرتونه، یو شمېر اغېز لرونکي هېوادونه او د افغانستان ګاونډیان، هر یو یې د هغه اغېز له مخې چې پر افغانستان او طالبانو یې لري غواړي چې د سولې مذاکرات په داسې ډول پیل شي چې په راتلونکي کې د دوی ګټې خوندي کړي. له همدې کبله موږ د دواړو لورو له‌خوا ډېر کله خنډ سره مخ کېږو."

مذاکراتو ته چمتووالی؛ خو ولې په افغانستان کې بیا نښتې زیاتې شوي؟

صالح: د حکومت مذاکره کوونکې ډله هغه وخت دوحې ته ځي چې د طالبانو هیئت چمتو شي

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ وویل، یو تخنیکي ټیم په دې کار کوي چې د دې شپږ تنه طالب بندیانو د لېږد لپاره زمینه برابره شي او دا کار به له کوم ځنډه پرته وشي.

XS
SM
MD
LG