د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

مذاکراتو ته چمتووالی؛ خو ولې په افغانستان کې بیا نښتې زیاتې شوي؟


افغان امنیتي ځواکونه
افغان امنیتي ځواکونه

د بین‌الافغاني خبرو د احتمالي پیل د بحث له تودېدو سره په افغانستان کې د جګړې ډګر هم تود شوی دی.

حکومت او طالبان، دواړه لوري ادعا کوي چې د جګړې په ډګر کې برلاسي دي.

قول اردوګانې هره ورځ طالبانو ته د درنو تلفاتو اووښتو خبر ورکوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دفاعي حالت کې دي او د طالبانو د هر ډول حملو پر وړاندې دفاع کوي.

دا څرګندونې نوې هم نه‌دي، خو په داسې حال کې چې دولت او طالبان د مذاکراتو لپاره چمتو کېږي، ولې نښتې زیاتې شوې دي؟

د افغانستان دفاع وزارت ویاند فواد امان وايي، د طالبانو هدف په مذاکراتو کې برلاسي موندل دي، خو د امان په وینا، هغوی خپل هدف ته نه‌دي رسېدلي.

فواد امان
فواد امان

ښاغلی امان زیاتوي: "طالبانو ډېره هڅه وکړه او اوس هم هڅې کوي چې له افغان حکومت سره د سولې د مذاکراتو په درشل کې ولسوالۍ، حتی ولایتونه د دولت له لاسه وباسي او تر خپل کنټرول لاندې یې کړي."

خو هغوی په دې کار کې نه‌دي بریالي شوي او بریالي به نه‌شي ځکه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس‌مهال هره شېبه په ښه موقعیت کې دي. یوازې د دوشنبې په ورځ (د وږې په ۱۷) د لغمان ولایت چارواکو په هوايي حملو کې د طالبانو د ۶۲ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی.

بل لور ته طالبانو هم هره ورځ د حملو، جګړې او افغان امنیتي ځواکونو ته د تلفاتو اړولو ادعاوې کړي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټويټر شااوخوا هره ورځ له طالبانو سره د افغان ځواکونو د کوچنیو ډلو د یوځای کېدو خبرونه خپروي.

ایا دا دواړه لوري مذاکراتو ته چمتو شوي دي او د جګړې په زیاتولو سره څه غواړي؟

په کابل کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې رئیسه اورځلا اشرف نعمت وايي، حکومت او طالبان دواړه باید په دې پوه وي چې جګړه د سولې لاره نه‌شي کېدای او د سولې پروسه لا نوره زیانمولای شي.

مېرمن نعمت وویل: "که د دواړو لورو نیت د سولې دی، نو دوی باید تر خپله وسه د سولې په لاره کې کار وکړي. د هر افغان وینه چې تویېږي، دا د دواړو لورو مسؤلیت دی. تر اوسه هر څه د جګړې له لارې پر مخ لاړل، خو موږ ولیدل چې د جګړې تباهي او بدبختي عامو وګړو ته واوښته. د جګړې له لارې موږ ونه‌کړای شول چې دا ستونزه حل کړو. د جګړو له زیاتېدو سره افغان حکومت غواړي چې اوربند د مذاکراتو د اجنډا په سر کې وي."

په قطر کې طالب پلاوی
په قطر کې طالب پلاوی

طالبان وايي، تر مذاکراتو مخکې اوربند امکان نه‌لري او په دې اړه به د مذاکراتو پر مهال خبرې وشي. د افغان چارواکو په وینا، دا مذاکرات به ډېر ژر پیل شي، خو په افغانستان کې د جګړې پر زیاتېدو سربېره‌یې د سولې مذاکراتو ته له چمتووالي لاس نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG