د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

د افغانستان فوتبال غوره لیګ نهم دور سیالۍ پیلېږي


ارشیف، د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تېر کال یوه لوبه.
ارشیف، د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تېر کال یوه لوبه.

د افغانستان فوتبال غوره لیګ نهم دور سیالۍ د اته ټیمونو ترمنځ تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې پیلېږي.

دغه لیګ، د افغانستان فوټبال فدراسیون له‌خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او موبي ګروپ په همکارۍ پیلېږي او نن‌یې ترمنځ هوکړه‌لیک هم لاسلیک شو.

د فوټبال فدراسیون رئیس یوسف کارګر د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۶» د دغې تفاهمنامې د لاسلیک کېدو پر مهال وویل، سږ کال به د فوټبال غوره لیګ سیالۍ محدودې وي.

ښاغلی کارګر زیاتوي: "موږ هیله‌مند یو سږ کال په لږ وخت کې ښه لیګ ترسره کړو، د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر نه‌شو کولای د تېرو کلونو په څېر لیګ ولرو. موږ د تورنمنټونو پر سیستم دغه سیالۍ پیلوو او پای ته‌یې رسوو."

یوسف کارګر
یوسف کارګر

په ورته وخت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتو رئیس رضوان مراد ویلي، ورزش د افغانستان له مهمو لاسته راوړنو څخه دی او دولت به‌یې د ښه کولو او پراختیا په برخه کې هېڅ ډول هڅه ونه‌سپموي.

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ د سنبلې په ۲۴مه پیلېږي او دوه اوونۍ به دوام وکړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د موبي ګروپ عامل مدیر شفیق ګوهري وايي، د دغه لیګ د سیالیو هدف، د ورزشکارانو د وړتیا معلومول او نړیوالو ته د افغانستان د اصلي څېرې معرفي کول دي.

ښاغلی ګوهري زیاتوي: "د دغه لیګ نه زموږ هدف په لومړي سر کې په ټول افغانستان کې د فوټبال وده، د وړو څېرو او استعدادونو موندل دي. همدا شان غواړو د دغه لیګ په پیلولو، نړیوالو ته د افغانستان رښتینې څېره معرفي کړو."

د فوټبال فدراسیون مسؤلین وايي، په ټوله کې به ۱۵ سیالۍ ترسره او د غوره لیګ وروستۍ سیالۍ به د اکټوبر په ۱۰مه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل کې د کرکټ د شپږو ټیمونو ترمنځ د کرکټ د شپږیزې سیالۍ هم پیل شوې.

د مس عینک او بند امیر ترمنځ د شپږیزه لیګ لومړنۍ لوبه
د مس عینک او بند امیر ترمنځ د شپږیزه لیګ لومړنۍ لوبه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ده لومړي مرستیال امرالله صالح د دغه لیګ د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG