د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

ځینو کابل چاپ ورځپاڼو د مصالحې عالي شورا د غړو پر معرفي کېدو تبصرې کړي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د مصالحې عالي شورا د غړو معرفي کېدو ته لیکنې او سرمقالې ځانګړې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د مصالحې عالي شورا د غړو په اړه د ولسمشر په وروستي فرمان لیکنه کړې او اساسې ستونزه‌یې دا یاده کړې چې په دې برخه کې له ډېرو غړو سره مشورې نه‌دې شوي او له همدې امله يو شمېر سياسيونو حامد کرزي، ګلبدين حکمتيار او صلاح‌الدين رباني هم د ملي مصالحې عالي شورا له غړيتوبه انکار کړی دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا شورا ټول ‌شموله نه‌وه او د ډېرو سیمو، ولایتونو او ان قومونو استازي په‌کې یا هېڅ نه‌وو او یا هم کم وو.

د لیکوال په باور، پر دغو ټولو ستونزو سربېره، ولسمشر دا کار د ملي مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله سره له مشورې پرته کړی دی چې په وینا یې همدا وجه ده چې اوس‌یې پراخ اختلاف رامنځته کړی.

  • افغانستان

افغانستان ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د مصالحې عالي شورا د نویو غړو معرفي کېدو ته ځانګړې کړې.

ورځپاڼې په اوسنیو حساسو شرایطو کې د سولې بین‌الافغاني خبرو ته په اشارې لیکلي، د سیاسي ډلو ترمنځ اتحاد باید وساتل شي او د دې سربېره به هېواد له بحران سره مخ نه‌شي.

وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار دریځ ته اشاره شوې چې د دې شورا غړیتوب‌یې رد کړی.

سرمقاله کې ټينګار شوی چې د سولې په خبرو اترو کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، دولت او نورو سیاسي جریانونو همغږي مهمه ده چې د سولې په مذاکراتو کې د جمهوریت په پلوي کلک او پرېکنده دریځ ونیول شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د غړو نوملړ د شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په مشوره جوړ او خپور شوی دی.

سرمقاله کې ټينګار شوی چې ملت د سولې د هرې هڅې ننګه او ملاتړ کوي او د سولې لپاره مخالفتونه په هېڅ توګه د هېچا په ګټه نه‌دي.

سرمقاله لیکونکي ټينګار کړی چې افغانستان تر ټولو مخکې ملي اجماع ته اړتيا لري، ځکه په وینا یې اوس يووالی نه‌شته.

XS
SM
MD
LG