د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

هېواد: بشري جنايت كه د هرې ډلې او لوري له‌خوا وي د بخښلو او منلو نه‌دی


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې بین‌الافغاني خبرو او وروستي بریدونو په اړه لیکنې چاپ کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې خپله سرمقاله د سولې روانو هڅو او مخامخ خبرو ته ځانګړې کړې ده.

په سرمقاله کې د بین‌الافغاني خبرو اترو په ژر پیلېدو ټينګار شوی او نیوکه شوې چې له ډېرو هڅو سره سره لاهم دې خبرو اترو ته زمینه نه‌ده برابره شوې.

وړاندې راغلي، که څه هم دا مهال د اورکم یادونه کېږي، خو په پوره قوت جګړه روانه ده چې ټول تاوان‌یې ملکیانو ته رسېږي.

لیکوال، ټینګار کړی چې حکومت او طالبان باید نور د ملت غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي، له خپلو سخت زوریو تېر، د سولې مخامخ خبرې پیل او اوربند وکړي چې په خبره‌یې له خلکو سره رامنځته شوی وهم او ډار له‌منځه ولاړ شي او په راتلونکي باوري شي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې هم د جګړې شدت او د سولې په ټپه درېدلي حالت باندې لیکلي دي.

وړاندې په بلخ کې د امنیتي ځواکونو پر یو مرکز پروني برید ته اشاره شوې چې مرګ‌ژوبله یې هم درلوده.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د سولې له مشورتي لویې جرګې وروسته د سولې په برخه کې کوم پرمختګ نه‌محسوسېږي او په وینا یې ان نوي خنډونه هم رامنځته شوي او د لا زیاتو خنډونو د جوړولو لپاره منظمه او سیستماتیکه هڅه روانه ده.

مسیر ورځپاڼې د ولسي فشار غوښتنه کړې او لیکلي په دې سره به تر ډېره د سولې په برخه کې شته خنډونه ختم شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د ترهګریزو بريدونو او د سولې د فرصتونو په اړه لیکلي دي.

سرمقاله لیکونکي پر ملكي وګړو بريد او يا د جګړې په ډګر كې هغوى ته هر ډول زيان، بشري جنايت بللی او لیکلي چې دا بشري جنايت كه د هرې ډلې او هر لوري له‌خوا وي، د بخښلو او منلو نه‌دی.

لیکوال لیکي. دا په نړيواله كچه ستر جرم دى او عاملان‌يې جنګي مجرمين بلل كېږي.

سرمقاله کې د بلخ وروستي برید ته په اشارې لیکل شوي چې په شمالي زون كې تر ډېره د روسيې له‌خوا ترهګر اكمالېږي، طالبانو ته هم د روسيې له‌خوا وسلې او پيسې وركول كېږي او د سرمقاله لیکونکي په وینا، د بدخشان له لارې له پاكستانه ترهګرې او اورپكې ډلې را اوړي.

سرمقاله کې ټينګار شوی چې په بلخ كې پرونى موټر بم بريد د سولې لپاره ترلاسه شوى فرصت ننګوي او په باور یې دا له هغو ژمنو سرغړونه ده چې طالبانو د سولې لپاره په تړونونو كې كړې دي.

XS
SM
MD
LG