د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

بشري حقونو څار سازمان: افغانستان کې د سولې پر مدافعانو او فعالانو حملې زیاتې شوي


ارشیف
ارشیف

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان "هیومن رايټس واچ" کې د اسیا د چارو مرستیاله، پترېشا ګاسمن وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو او سولې پر مدافعانو او فعالانو حملې زیاتې شوې او داسې نه‌برېښي چې حکومت د داسې حملو د عاملانو د نیولو او له هغوی سره د حساب کتاب توان لري.

ګاسمن پرون د اګسټ په ۲۵مه، ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې شرایط د جدي اندېښنې وړ دي.

پترېشا ګاسمن وویل: "داسې برېښي چې په افغانستان کې د بشري حقونو او سولې پر فعالانو او هغو کسانو چې انتقاد کوي، حملې زیاتې شوې دي. موږ نه‌پوهېږو چې څوک دا کار کوي. خلک هم دې ته په پام چې حکومت د داسې جدي جنایتونو د عاملانو د نیولو او پر هغوی د قانون د پلي کولو توان نه‌لري، بې‌باوره دي."

د اسیا د چارو مرستیاله پترېشا ګاسمن
د اسیا د چارو مرستیاله پترېشا ګاسمن

ګاسمن دا خبرې په ځانګړي ډول په کابل کې د پرونۍ حملې په اړه کړې دي.

وسله‌والو کسانو پرون په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د جنډر د برخې پر مرستیالې او هنرمندې، صبا سحر وسله‌واله حمله وکړه.

د هغې مېړه رسنیو ته وویل چې صبا سحر کار ته په لاره کې وه چې حمله ورباندې وشوه او زخمي ده. صبا سحر په افغانستان کې د ښځو د حقونو په پېژندل شویو مدافعانو کې هم ګڼل کېږي.

د هغې د روغتیايي وضعیت په اړه ډېر جزئیات نه‌شته.

پر صبا سحر پرونۍ حمله د بخښنې نړیوال سازمان هم غندلې ده.

صبا صحر
صبا صحر

په دې سازمان کې د جنوبي اسیا د چارو یوه څېړونکي زمان سلطاني پرون ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د مدني ټولنې د غړو، د ښځو د حقونو د مدافعانو، سیاسي فعالانو او خبریالانو د امنیت په اړه جدي اندېښنه لري.

زمان سلطاني وايي: "د افغانستان دولت د داسې حملو د مخنیوي او څېړنې مسئولیت لري. هغه کسان چې داسې حملې کوي باید ونیول او محاکمه شي. دولت د هغو کسانو د امنیت مسئول دی چې تر ګواښ لاندې دي."

پر صبا سحر د حملې مسؤلیت لا چا نه‌دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د اګسټ په ۱۴مه ناڅرګندو وسله‌والو کسانو په کلکان کې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیې کوفي پر موټر حمله وکړه او هغه‌يې ژوبله کړه.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

هغه طالبانو سره د مذاکرو لپاره د حکومت د پلاوي غړې هم ده.

فوزیې کوفي په هغه ورځ چې حمله ورباندې شوې وه، د روغتون له بستره له ازادي راډیو سره خبرې وکړې او ویې‌ویل چې داسې حملې د افغانستان د خلکو دښمنان کوي او هدف‌يې دا دی چې د افغانستان د سولې هڅې ناکامې او د ښځو غږ غلی شي.

XS
SM
MD
LG