د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

جرمني د روسیې د اپوزیسیون مشر د ناروغۍ لامل مومي


الکسي ناوالني
الکسي ناوالني

د برلین روغتون د شنبې په ورځ د اګست په ۲۲مه نېټه وویل چې ډاکتران د الکسي ناوالني معاینات کوي چې د ده د ناروغۍ لامل ومومي.

الکسي ناوالني چې د روسیې د ولسمشر سیاسي مخالف دی، د جمعې په ورځ د اګست په ۲۱مه نېټه برلین ته ولېږدو شو.

د برلین روغتون پر ټويټر پاڼه ولیکل چې تر معایناتو او د ناوالني له کورنۍ سره تر مشورو وروسته به ډاکتران د ده د روغتیايي وضعیت او نورو اقداماتو په اړه تبصره وکړي.

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر وویل: "دا ډېره مهمه خبره ده چې پوه شو ولې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دا سرسخته مخالف کوما ته تللی."

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر
د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر

الکسي ناوالني له سایبریا څخه مسکو ته روان وو چې په الوتکه کې ناروغ شو.

الوتکه د سایبریا په اومسک ښار کې بېړنۍ ناستې ته اړه شوه.

روسي ډاکترانو څو ساعته ناوالني ته اجازه ورنکړه چې له هغه ځایه انتقال کړای شي.

دوی ویلي وو چې د ناوالني وضعیت د سفر لپاره سم نه دی.

د ناوالني ویاندې کیرا یارمیش پر ټویټر پاڼه ولیکل چې د سفر پر مهال د ده وضعیت څرګنده کړه چې دی باید ژر تر ژره له هغه ځایه ولېږدول شي.

ناوالني د پنجشنبې له ورځې (د اګست له شلمې) راهیسې په کوما کې دی.

د جرمني الوتکه د اګست په یوویشتمه نېټه اومسک ته ورسېده.

په لومړي سر کې روسي ډاکترانو جرمني ډاکترانو ته د ده د روغتیايي وضعیت د خرابوالي په خاطر اجازه ورنه کړه چې ناوالني وویني.

د ناوالني ملاتړیو د روسي ډاکترانو دا اقدام غندلی او ویلي يې دي چې دوی ځکه هغه ځنډولی چې په بدن کې يې زهر کشف نشي.

وروسته له هغه چې ناوالني د درملنې لپاره جرمني ته یووړل شو، د جرمني حکومت د جمعې په ورځ وویل چې د ناوالني ژوند باید وژغورل شي.

اروپايي ټولنې په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې چې څه لامل شو چې ناوالني کوما ته لاړ.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنتي پالیسۍ ویاندې نبیله ماسرالي وویل: "موږ د چټکو، خپلواکو او شفافو څېړنو تمه لرو، د تائيد په صورت کې عاملین باید ځواب ووایي."

ناوالني چې په روسیه کې یې له اداري فساده پرده پورته کړې وه، پخوا هم تر فزیکي بریدونو لاندې راغلی.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ورباندې سپرې شوې وه چې په نتيجه کې يې سترګه ټپي شوه.

د ۲۰۱۹ میلادي کال په جولای میاشت کې دی په دېرش ورځې بند محکوم شو چې ګواکې پرته د حکومت له اجازې اخیستلو یې لاریون جوړ کړی وو.

په زندان کې د مخ د پړسوب په خاطر روغتون ته یووړل شو چې وروسته داسې شکونه څرګند شول چې ګواکې هغه ته زهر ورکړل شوي وو.

دی په وروستیو کلونو کې څو ځلې بندي شوی او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ګډونه یې مخه نیول شوې ده.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG