د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

امریکا کې 'کووېډ-۱۹' په یوه ورځ ۱،۲۶۷ کسان ووژل


ارشیف
ارشیف

په متحده ایالاتو کې د 'کووېډ-۱۹' له کبله پرون د جولای په ۲۹مه په یوه ورځ د ۱،۲۶۷ کسانو د مړینې خبر ورکړل شو.

له دې ارقامو سره په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله د مړینو ټول شمېر له ۱۵۰ زرو واوښت.

په دې هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مړینو په شمېر کې له مې میاشتې راهیسې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

دا تلفات په وروستیو درېیو اوونیو کې تر ډېره په اریزونا، کلیفورنیا، فلوریډا او ټکزاس ایالتونو کې زیات شوي دي او د دې باعث شوي چې نور ایالتونه د محدودیتونو د بیا پیل په اړه غور وکړي.

متحده ایالات په نړۍ کې په 'کوویډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو او له دې کبله د مړینو تر ټولو لوړې شمېرې لري.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر ۱۷ میلیونو ته نږدې شوی او تر اوسه د دې ناروغۍ له کبله له ۶۶۲ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG