د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د مېک موندنې؛ د افغانستان تدارکاتي سیستم فساد سره مخ دی


د مېک خبري کنفرانس
د مېک خبري کنفرانس

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې ګډې کمېټې (مېک) موندنې ښیي چې د افغانستان تدارکاتي سیستم فساد سره مخ دی.

د دې کمېټې غړي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۱» په یوه خبري کنفرانس کې وايي د شپږ میاشتنۍ موندنو يایله‌یې دې نتیجې ته رسېدلې چې د افغانستان تدارکاتي سیستم کې اقدامات سیاسي دي او د ډېریو لاسته راوړنو خبر بې‌بنسټه دی.

دا کمېټه وايي چې څېړنه‌یې څلورو برخو، سیاست، تشکیلاتو، د قراردادونو د پلي کولو د مراحلو او روڼتیا په برخه کې کړي چې د افغانستان د تدارکاتي سیستم کې ۳۷ موارده ستونزې په ګوته کوي.

د دې ادارې د عامه تدارکاتو لوړپوړي سلاکار مرتضی نوري د کمېټې تر راپور ورکولو وروسته ازادي راډیو ته وویل، د مېک په راپور کې چې کومې خلاګانې او ستونزې په ګوته شوي، کولای شي تدارکاتي سیستم کې د فساد او ناوړه ګټه اخیستنې مخه ونیسي.

مرتضی نوري
مرتضی نوري

ښاغلی نوري زیاتوي: "له دې خلاوو په ګټه اخیستې ناوړه ګټه اخیستونکي کولای شي فساد وکړي او بډې واخلي. زموږ راپور ښيي چې د تدارکاتو ملي ادارې، کمېسیون او ولایت کې کومې خلاوې دي؟"

ښاغلی نوري وايي د مېک راپور د ۱۰ کسیز ټیم له‌خوا چې کورني او بهرني متخصصین په‌کې شامل دي په شپږو میاشتو کې جوړ شوی او د ستونزو د حل لپاره سپارښتنې هم په‌کې شوې دي.

د نوموړي په خبره، ټیم موندلې چې د افغانستان په تدارکاتي سیستم کې له صلاحیت څخه ناوړه ګټه اخیستنه او فساد موجود دی او د نورو کلونو په پرتله د تړونونو په برخه کې هم د فساد کچه لوړه شوې ده.

دغې کمېټې له فساد سره د مبارزې په خاطر دې بنسټ ته ځینې سپارښتنې هم کړې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې ویاند رامین ایاز وايي تدارکاتي سیستم د ستونزو د هواري لپاره له وړاندې د مېک سپارښتنې پام کې نیولې دي.

ښاغلی ایاز زیاتوي: "موږ پنځه کاله وړاندې تدارکاتي نظام کې اصلاحي ګامونه پورته کړي وو او مېک چې کوم تازه سپارښتنې د اصلاحاتو په موخه وړاندې کړي مخکې موږ ته وړاندې شوي او کار مو هم پیل کړی دی."

د افغانستان دولتي دستګاه کې فساد تل یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي چې په ملي او نړیواله کچه‌یې پرې نیوکې کېږي.

په داسې حال کې چې د حل لپاره‌یې د حکومتي چارواکو او په ځانګړې توګه د افغانستان ولسمشر له‌خوا ژمنې ترسره شوي، خو منتقدان وايي چې دا ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

XS
SM
MD
LG