د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

اسدالله ولوالجي: زما د کورنۍ د غړو پر موټر چاودنه ښايي ترورېستي اړخ ولري


اسدالله ولوالجي
اسدالله ولوالجي

افغان سیاسي کارپوه، لیکوال او شاعر اسدالله ولوالجي چې تېره ورځ‌یې د کورنۍ څو غړي په پغمان ولسوالۍ کې په یوې چاودنه کې ووژل شول، اوس وايي ښايي رامنځته شوې پېښه ترهګریز اړخ ولري.

که څه هم تر اوسه د دې چاودنې څرنګوالی نه‌دی معلوم، خو ښاغلی ولوالجي وايي، ترهګر په چا رحم نه‌کوي او ان امېندوارې ښځې او نوي زېږېدلي ماشومان‌یې هم په روغتون کې ووژل.

نوموړي د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۳۱» ازادي راډيو ته وویل، خپله د چاودنې پر مهال نه‌و، خو چاودېدونکي توکي شاید له مخه په دې موټر کې ځای پر ځای شوي وي.

ښاغلی ولوالجي زیاتوي: "ممکن رامنځته شوې پېښه ترهګریز اړخ ولري، خو زه نه‌پوهېږم، ولې په تمه یم چې د امنیتي بنسټونو د څېړنو پایلې څه راباسي، خو زه چې تر کوم ځایه فکر کوم په موټر کې له وړاندې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو، ترهګر چې په هر ډول وي خپل کار کوي."

د ښاغلي ولوالجي مېرمن، لور، د ورور لور او د مېرمنې د خور لور یې تېره ورځ د پغمان ولسوالۍ په عینو سیمه کې ووژل شول.

امنیتي چارواکو پېښه ماین چاودنه ویلې ده.

پغمان د کابل هغه ولسوالۍ ده چې د جمعې په ورځو کې په سلګونه کابلیان د تفرېح لپاره ورځي.

ښاغلی ولوالجي د افغانستان له پېژندل شویو سیاستوالو، شاعرانو او لیکوالانو څخه دی، نوموړي د هېواد په ځینو سیاسي مسایلو له یو شمېر ټلوېزیونونو سره خبرې او مرکې هم کړي او په سیاسي بحثونو کې یې برخه اخیستې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د رامنځته شوې پېښې په اړه جدي پلټنې پیل شوې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "دا بریدونه د ترهګرو د کړنو یوه برخه ده او غواړي په دا شان بریدونو سره زموږ د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي او عامه نظم ګډوډ کړي، زموږ ژمنه له خلکو سره دا ده چې دغه ډول ترهګر به زموږ له سترګو پټ نه‌پاتې کېږي او هر ځای چې ګیر شي د قانون منګولو ته به سپارل کېږي."

له دې وړاندې هم په کابل کې په یو شمېر سیاسي، دیني او پوځي کارپوهانو بریدونه شوي دي.

مولوي ایاز نیازی، عزیزالله مفلح، سمېع‌الله ریحان، بصیر حقاني، زلمی وردک او وحید مژده هغه کسان دي چې تر دا مهاله د ترهګریزو بریدونو په پایله کې په کابل کې وژل شوي دي.

دغه شان احمد سعیدي، محمد حسن حقیار او یو شمېر نور بیا په دا شان بریدونو کې ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG