د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

افغان حکومت: د بین‌الافغاني خبرو لومړنۍ ناسته په دوحه کې کېږي


ارګ
ارګ

افغان حکومت وایي، د بین‌الافغاني خبرو لومړنۍ ناسته به د قطر پلازمېنه دوحه کې کېږي.

که څه هم له دې وړاندې داسې انګېرل کېده چې بین‌الافغاني خبرې به د جرمني یا ناروې په کوربه‌توب ترسره کېږي او دغو هېوادونو دې چارې ته چمتووالی هم ښودلی و، خو اوس چارواکي وایي، لومړنۍ ناسته دوحه کې کېږي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون یکشنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د ځای په اړه تر اوسه افغان حکومت کومې هوکړې ته نه‌دی رسېدلی، خو ده لیکلي، یوازې به لومړنۍ ناسته قطر کې ترسره شي.

ښاغلي صدیقي په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي او دا یې هم نه‌دي ویلي چې قطر کې به دغه لومړنۍ ناسته څه وخت ترسره کېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

له دې وړاندې په ځینو راپورونو کې وویل شول چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د قطر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره پر دې سلا شوی چې بین‌الافغاني خبرې به دوحه کې کېږي.

د بین‌الافغاني خبرو پيل ته هیلې وروسته له هغې زیاتې شوي چې حکومت وویل، راتلونکو ورځو کې د طالبانو دوه زره نور زندانیان هم ازادوي او په دې اړه د طالبانو یو پلاوی لا هم په کابل کې دی.

د دوه زره نورو زندانیانو په ازادېدو د خوشې شویو طالب زندانیانو شمېر پنځه زرو ته رسېږي او دا د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د طالبانو لومړنی شرط و.

غني: ۲ زره نور طالب بندیان خوشې کېږي او راتلونکې اوونۍ به مهم ګامونه اعلان شي

افغان حکومت: طالبانو له اورکم او اوربند ناوړه ګټه اخیستې

په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ازادي راډیو ته وویل، که د دوی دوه زره نور زندانیان هم خلاص شي، دوی یوه اوونۍ کې بین‌الافغاني خبرو ته ځان چمتو کوي.

ښاغلي شاهین وویل دوی د سولې نیت لري او د همدې لپاره‌یې له کومې هوکړې پرته په لویو ښارونو کې تاوتریخوالی کم کړی دی.

په ورته وخت کې د سولې شورا پخوانی مرستیال حاجي دین محمد چې یو ځل یې مسکو کې له طالبانو سره مخامخ کتلي هم دي، د دوحې راتلونکې ناسته ډېره ګټوره بولي.

نوموړي له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، هڅه باید وشي چې د بین‌الافغاني خبرو د پيل دا فرصت له لاسه ونه‌وځي.

د سولې شورا پخوانی مرستیال حاجي دین محمد
د سولې شورا پخوانی مرستیال حاجي دین محمد

هغه زیاته کړه: "دغه خبرې چې قطر کې شروع کېږي، ډېرې ګټورې دي، دا سمه ده چې سعودي له قطر سره مشکلات لري او امارات هم، خو د افغانستان سوله د ټولو په ګټه ده، مهمه دا ده چې یو ځل دغه خبرې پيل شي، دا خبرې به ممکن اوږدې وې او راتلونکي کې یې لړۍ نورو هېوادونو ته هم وغځېږي."

د سولې خبرو له تودېدو سره د جګړې لیکې هم تودې شوې.

د افغانستان امنیتي بنسټونو پرون وویل، یوازې تېره اوونۍ طالبانو په ټول هېواد کې ۴۰۰ امنیتي سرتېري وژلي یا ټپیان کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بېګا شپه ازادي راډیو ته وویل، دوی د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۰ سلنه شااوخوا تاوتریخوالی کم کړی او دغه جګړه هم چې شوې، د ده په باور لامل‌یې د دوی سیمو ته د افغان ځواکونو ورتګ دی.

XS
SM
MD
LG