ناټو غواړي چې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر کم کړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د بلجیم له پلازمېنې بروکسل څخه د وېډيو کنفرانس له لارې وویل چې په افغانستان کې یې د پوځیانو شمېر له شااوخوا ۱۶ زرو نږدې ۱۲ زرو ته راکم کړی دی او دا بهیر به ادامه پيدا کړي.
ښاغلی سټولټنبرګ وايي: "موږ غواړو چې دا حضور نور هم راکم کړو، خو دا د سولې له پروسې سره ارتباط لري. البته د څه چې موږ هیله لرو او له طالبانو یې غواړو چې ویېکړي، ښکاره ده چې شخړې به راکموي او موږ هغه اورکم نهدی لیدلی چې موږ یې تمه لرله."
سټولټنبرګ زیاته کړه چې ناټو ځواکونه به هغه وخت له افغانستانه کاملاً وځي چې وخت مناسب وي او دا هغه وخت دی چې القاعده او نور ترهګر په افغانستان کې د دې توان ونهلري چې ازادانه فعالیت وکړي.
سټولټنبرګ وویل، تمه لري چې د سولې خبرې د افغانانو ترمنځ ژر پیل شي او زیاتهیې کړه چې ډېره مهمه دا ده چې طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې قطع کړي او دا د سولې د تړون مهم ټکی دی.
په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و، که د دوی دوه زره نور زندانیان هم خلاص شي، دوی به په یوه اوونۍ کې بینالافغاني خبرو ته ځان چمتو کړي. له دې ډلې زندانیانو شااوخوا ۴۳۰ تنه تېره شپه د حکومت له زندانونو خوشې شوي دي.
طالبانو تر اوسه د کړې ژمنې نږدې نیمایي کسان خوشې کړي دي او په دې ترڅ کې تېره شپه سهیل شاهین پر ټویټر ولیکل چې طالبانو ۳۵ نور عسکر خوشې کړل.
سهیل شاهین په ټویټر کې یوه وېډیو هم پرون شریکه کړه چې پهکې دوه تنه ټپيان په یوه موټر کې ښکاري او هغوی وایي چې عسکر دي، د کابل په خاک جبار ولسوالي کې نیول شوي دي، د طالبانو یو کس په دې وېډیو کې دغه ټپيان مخاطبوي او وایي: "د ملي اردو افسران وئ، په حکومت کې یا په دغه اداره کې مو ډېر وخت وظیفه کړې ده او ډېر کارونه به مو هم کړي وي زموږ مشران د رحم معامله درسره کوي او خپلو کورنیو ته مو د کابل د ادارې له لارې سپاري."
تر اوسه طالبانو نهدي ویلي چې پاتې حکومتي بندیان به کله ازادوي او یوې حکومتي سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې احتمالاً راتلونکې اوونۍ به د طالبانو نور زندانیان ازاد شي.
د فبرورۍ په ۲۹مه، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون وشو، د هغه له مخې به افغان حکومت د طالبانو نږدې پنځه زره زندانیان ازادوي او طالبان به نږدې زر تنه حکومتي بندیان خوشې کوي او بینالافغاني خبرې به پيلېږي.
تمه ده چې د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په دوهمه، نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان د سولې مسئله وڅېړل شي.