د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

د پکتیکا له ۱۵ ولسوالیو یوه نجلۍ هم له ښوونځي نه‌ده فارغه شوې


کلتوري ستونزې، د عامه پوهاوي نشتوالی او د ښځینه ښوونکو کمښت زده‌کړو ته د نجونو د نه‌ورتګ لامل شوي.
کلتوري ستونزې، د عامه پوهاوي نشتوالی او د ښځینه ښوونکو کمښت زده‌کړو ته د نجونو د نه‌ورتګ لامل شوي.

د پکتیکا پوهنې رئیس وايي، لا هم د دغه ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې نجونې له ۱۲م ټولګي نه‌دي فارغې شوي.

په پکتیکا ولایت کې اوس هم ګڼ شمېر نجونې د کلتوري، امنیتي او د پوهنې سکټور په برخه کې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د افغانستان په سوېل ختیځ کې پروت دې ولایت کې، په تېرو ۱۸ کالونو کې له ۱۲م ټولګي شاوخوا ۲۵۰ نجونې زده‌کوونکې فارغې شوې دي.

که څه هم د پوهنې ریاست وایي چې په درې ولسوالیو کې دغه نجونې فارغې شوي، خو د پکتیکا ولایتي شورا وایي، ټولې فارغې شوې نجونې زده‌کوونکې تش په نوم د نمونې لپاره فارغې شوي.

د دغې شورا غړي وایي، په دې ولایت کې ډېری فارغې شوې نجونې پرته له دې چې منظمه حاضري ورکړي او درس ووایي، تش د کاغد پر مخ د فراغت سند ترلاسه کوي.

د ولایتي شورا غړي افسر خان سلیمان‌خېل ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه په دغه دوو ولسوالیو کې هم چې دوی وایي چې موږ فارغې کړې دي، دا هم د نمونې په شکل وي، نه درس شته، نه حاضري شته، یوازې هوایي حاضري ورته نیول شوې، ترقي تعلیم‌یې امضا شوی، نور د نمونې لپاره فارغې شوې دي، نور مکاتب لرو، خو ټول ولایت کې فارغانې نه‌لرو."

د پکتیکا ولایتي شورا هم په ښوونځیو کې د نجونو په نشتوالي اندېښنه ښيي
د پکتیکا ولایتي شورا هم په ښوونځیو کې د نجونو په نشتوالي اندېښنه ښيي

نوموړی وایي، مسؤلې ادارې ښوونځيو ته د نجونو د تګ په برخه کې د اسانتیاو په برابرولو او خلکو ته د عامه پوهاوي په ورکولو کې پاتې راغلي.

د پکتیکا ولایت اوسېدونکې او د ولسي جرګې پخوانۍ نوماندې هیلې مجتبی ازادي راډیو ته وویل چې د کلتوري ستونزو، امنیت، د ښځینه ښوونکو او د نجونو ښوونځیو لپاره د ودانیو د نشتوالي له امله لا هم ګڼ شمېر نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي."

نوموړې وایي: "پکتیکا کې له بده مرغه لا هم نجونې زده‌کړو ته لاسرسی ډېر ټیټ دی، یوازې په دو ولسوالیو کې نجونې فارغې شوې دي، نورو ځایونو کې د کلتوري ستونزو له امله شپږم ټولګي وروسته نجونې ښوونځي پرېږدي بله دا چې د نجونو لپاره ښوونځي او ښځینه ښوونکې هم نه‌شته."

د پکتیکا د پوهنې رئیس محراب‌الدین شفق هم مني چې کلتوري ستونزې، د عامه پوهاوي نشتوالی او د ښځینه ښوونکو کمښت زده‌کړو ته د نجونو د نه‌ورتګ لامل شوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال به له ۱۲م ټولګي په لوړ شمېر نجونې فارغې شي.

ښاغلی شفق زیاتوي: "د کموالي علت‌یې معلوم دی چې عامه پوهاوی نه‌شته، کلتوري محدودیتونه دي، نسبي ناامني ده او د ښځینه ښوونکو کموالی دی، یوازې د ډیلې او خوشامند ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نه‌لرو، نور یې ټولو کې لرو."

ارګون، سروبي او خیرکوټ د پکتیکا هغه ولسوالۍ دي چې د پکتیکا د پوهنې ریاست د مسؤلینو په وینا نجونې په‌کې فارغې شوي، خو د مرکز ښرنې په ګډون په پاتې ۱۵ نورو ولسوالیو کې تر اوسه نجونې نه‌دي فارغې شوي.

ډیلې خوشامند بیا د پکتیکا هغه ولسوالي ده چې تر اوسه د نجونو هېڅ ډول ښوونځی په‌کې نه‌شته.

د ښرنې د ښار یوه څنډه
د ښرنې د ښار یوه څنډه

خو د پکتیکا په ګاونډ خوست کې وضعیت داسې نه‌دی، هلته د نجونو ۷۶ ښوونځي فعالیت لري چې ۲۳یې لېسې دي، ټولټال ۱۰۰ زره نجونې ښوونځيو ته ځي او یوازې تېر کال ترې ۱،۱۲۰ نجونې فارغې شوې.

په خوست کې د پوهنې ریاست چارواکي وایي، که له یوې خوا د دې ولایت امنیت نسبي ښه دی، له بلې خوا نجونو ته د منظم تدریسي چاپېریال د رامنځته کولو او د ولسي شوراګانو سره د تفاهم له لارې توانېدلي چې دا شمېر له ورځې بلې ته مخ په ډېرېدو شي.

XS
SM
MD
LG