د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

طالبانو د ملا هبت‌الله اخندزاده د مړینې خبر رد کړ


د طالبانو مشر ملا هبت‌الله
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله

وسله‌والو طالبانو د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله د دې ډلې د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د مړینې خبر رد کړ.

ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۳» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل "د دغې رهبرۍ هېڅ یو غړی په کرونا ویروس نه‌دی اخته شوی."

دا په داسې حال کې ده فارین پالېسي مجلې د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې په ګڼه کې د طالب چارواکي مولوی محمد علي جان احمد له قوله لیکلي چې "ملا هبت‌الله ناروغ دی، خو د رغېدو په حال کې دی."

مجلې د نوم نه‌ښودلو په شرط په کوټه کې د درېیو طالب سرچینو له قوله راپور ورکړی، کېدای شي چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د کرونا ویروس له امله مړ شوی وي.

خو په دوام کې راغلي چې تر اوسه پورې دا ادعا د کومې خپلواکې سرچینې له‌خوا نه‌ده تأیید شوې.

د افغانستان امنیتي بنسټونو هم د دې خبر په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د فارین پالېسي د راپور په اساس طالب سرچینو ویلي چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د ملا هبت‌الله هېڅ پیغام او تصویر نه‌دی خپور شوی او حتی د اختر په پیغام کې یوازې په یو لیک بسنه شوې وه.

فارین پالېسي مجلې همدارنګه لیکلي چې په کرونا ویروس د طالب مشرانو اخته کېدل سبب شوی چې د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب د طالبانو د عملياتو رهبري پر غاړه واخلي.

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه راپورونه تشې اوازې یادې کړې او ویې‌ویل چې دا ډول راپورونه د عامه ذهنونو د خرابولو او له امریکا سره د سولې موافقې د اغېزمنولو لپاره ترسره کېږي.

له دې سره پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا په کرونا ویروس د طالب مشرانو د اخته کېدو او ملا هبت‌الله د مړینې خبر ردوي.

سید اکبر اغا
سید اکبر اغا

دی وايي: "زه فکر کوم دا خبر حقیقت نه‌لري، تر کومه ځایه چې د ژغورنې شورا له حکومت او طالبانو سره سره اړیکې لري ویلی شم چې دغه راپورونه حقیقت نه‌لري."

جاوېد کوهستاني په کابل کې یو له پوځي کارپوهانو دی.

هغه وايي، که څه هم د طالبانو په رهبرۍ کې یو شمېر اختلافات موجود دي، خو په وینا یې په ټوله کې د سولې په تړاو به واحد نظر خپل کړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "زما په نظر د ملا برادر، مولوي عبدالجلیل او ملا یعقوب په کډون د دوی اوسنۍ رهبري تر ډېره لېوالتیا لري چې له افغان حکومت او امریکا سره د خبرو لېوالتیا لري او زما په نظر د سولې په پروسه به دا منفي اغېزې ونه‌لري."

جاوېد کوهستاني
جاوېد کوهستاني

د طالب مشر د مړینې او د طالبانو په رهبرۍ کې د اختلافاتو راپورونه داسې مهال خپرېږي چې تر دې وړاندې هم د دې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر نږدې دوه کاله پټ وساتل شو.

د ملا محمد عمر مړینه نږدې ۵ کاله وړاندې هغه مهال رسنیزه شوه چې افغان حکومت له پاکستان، چین، امریکا سره په همکارۍ د سولې خبرو اترو باندې بوخت و.

XS
SM
MD
LG