د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي توافقنامې د لاسلیک له مراسمو یو انځور
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي توافقنامې د لاسلیک له مراسمو یو انځور

ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ سیاسي توافقنامه لاسلیک شوه

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافق‌نامه لاسلیک شوه.

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافق‌نامه لاسلیک شوه.

د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي پر خپل ټویټر ویلي، د دغې توافق‌نامې پر بنسټ به ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا رئيس وي او د ټيم غړي به‌یې په کابینه کې مشارکت ولري.

۱۸:۵۴ ۲۸.۲.۱۳۹۹

د 'ثبات او هم‌پالنې' ټیم ویاند فریدون خوځون: "له اوږده سیاسي کړکېچ وروسته دواړه ټیمونه بریالي شول سیاسي هوکړه‌لیک لاسلیک کړي او په افانستان کې روان سیاسي بن بست مات کړي."

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:27 0:00
مستقیم لېنک

۱۹:۰۵ ۲۸.۲.۱۳۹۹

له اوږدو سیاسي ناندریو وروسته بالاخره د افغانستان ولسمشر او پخواني اجرائیه رئيس نن (یکشنبه) په خپل منځ کې جوړجاړی وکړ.

دا موافقه چې پر اساس‌یې عبدالله عبدالله د مصالحې شورا رئيس ټاکل شوی، د سولې د خبرو د پیل لور ته یو مهم ګام ګڼل کېږي.

د دواړو خواوو په موافقه کې د واک وېش ترڅنګ د ولسوالۍ شوراګانو او ښاروالیو د انتخاباتو په شان ځینې ژمنې شوې دي.

دا ژمنې څومره عملي دي؟

عصمت څاروان په دې اړه د سیاسي چارو له شنونکي نظیم سمون سره مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي: "ځیني وايي، دا موافقه چې سیاسي اختلافات پای ته رسوي، د سولې خبرو ته لار هواروي ځکه چې د سولې خبرو ته د افغانستان د اوسني نظام په منځ کې یوې اجماع ته اړتیا وه. له دې نظر سره څومره موافق یاست؟"

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00
مستقیم لېنک

۱۹:۲۸ ۲۸.۲.۱۳۹۹

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه رییس ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه.

د دې هوکړې له مخې به ښاغلی عبدالله د مصالحې د عالي شورا رئیس، د ټیم غړي به يې په کابینه کې ونډه لري او عبدالرشید دوستم ته به د مارشال افتخاري رتبه ورکول کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل چې ښاغلي عبدالله ملي ګټو ته خپله ژمنه ثابته کړه او د مصالحې عالي شورا مشري يې ومنله.

په دې غونډه کې د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل دا هوکړه هر اړخیزه ده باید عملي شي.

په دې هوکړه کې راغلي دي چې عبدالرشید دوستم ته به افتخاري مارشالي هم ورکول کېږي.

په افغانستان کې د د ټاکنیز بحران د پای ته رسېدو په هدف له څو میاشتو سیاسي بحثونو او نانندریو وروسته بل اخره د یکشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني او د ثبات او همپالنې ټیم د مشر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه.

د دې هوکړې له مخې به ښاغلی عبدالله د مصالحې د عالي شورا رییس او سیاسي پلویان به يې په کابینه کې ونډه ولري.

محمد اشرف غني د دغه سیاسي هوکړې د لاسلیک پر مهال په سوله کې د مصالحې د عالي شورا د رییس په توګه د عبدالله عبدالله نقش مهم وباله، او ټینګار يې وکړو چې دا هوکړه به په افغانستان کې اوربند او تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله
ولسمشر غني او عبدالله عبدالله

ښاغلي غني وویل خوښ یو چې د بهرنیانو له منځګړیتوب پرته یوې هوکړې ته رسېږو.

هغه زیاته کړه: "موږ وښوده چې د بهرنیو دوستانو له منځګړیتوب پرته د یو معقولې لارې نه په ګټې اخیستنې اساسۍ حل لارې ته ورسېږو، د مصالحې عالي شورا د رئیس جناب ډاکتر صیب عبدالله نه مننه کوم چې د ملي ګټو د ساتلو ژمنه يې پر ځای کړه او دا ستر مسولیت يې ومانه. "

ښاغلي غني له منځکړو هم مننه وکړه چې د ده په وینا د دې ورځې د رارسېدو لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.

د مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم په خپلو خبرو کې له منځکړو مننه وکړه، نوموړي وویل چې دا هوکړه به سولې ته لاره هواره کړي او حکومتولي به ښه کړي.

هغه وايي: "هیله من یم په دې فرصت کې چې رامنځته شوی تېرو تجربو ته په پام او ښې راتلونکې ته په کتو د دې هوکړه لیک د عملي کېدو لپاره هڅې وکړو او دا د افغانستان د خلکو په خیر دی، او د افغانستان د خلکو ملاتړ له هر نظام نه مهم دی او هیله من یم چې دا هوکړه لیک سولې ته د رسېدو لپاره مونږ نېږدې کړي."

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله
ولسمشر غني او عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله وویل، هوکړه اسانه کار نه و خو بې ثباتي د خلکو به خیر نه وه او دا پرېکړه یې خلکو سره په مشورې کړې ده.

ښاغلي عبدالله وویل منځکړو ته په خطاب کې وویل، هڅه کوو دا هوکړه داسې مخته یوسو چې ستاسې د زحمت لامل ونه ګرځو.

د دغه سیاسي هوکړه لیک په متن کې چې یوه کاپي يې ازادي راډيو ته رسېدلې راغلي دي چې د مهمو وزارتونو په ګډون به د دواړو لوریو له خوا د کابینې ۵۰ سلنه غړي معرفي کېږي.

د هوکړې په اساس به د ښاغلي عبدالله مهم ټاکنیز ملګري عبد الرشید دوستم ته د مارشالۍ افتخاري رتبه ورکول کېږي او د عالي شورا او د ملي امنیت شورا غړیتوب به هم لري.

ښاغلي دوستم اوس مهال ستر جنرال دی.

د دې هوکړې له مخې د دولت عالي شورا رامنځته کېږي چې یوه مشورتي شورا به وي او ځینې سیاستوال به یې غړي وي.

په هوکړه لیک کې راغلي دي چې د مصالحې عالي شورا به خپلواک بودجوي واحد وي چې حکومت یې لګښت ورکوي او ښاغلی عبدالله به د بودجې د لګښت صلاحیت ولري.

دغه شان به ښاغلي عبدالله ته د حکومت د دوهم کس په توګه او د نوموړي مرستیالانو او ارشد مشاور ته امنیتي او سیاسي پروتوکول ورکول کېږي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ښاغلي عبدالله مرستیالان به د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیالان وي.

د هوکړه لیک له مخې د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله به د سولې چارې رهبري کوي.

دغه شان به نوموړی د سولې د عالي شورا غونډې رهبري کوي او په دې برخه کې به د سولې په چارو د دولت وزارت په ګډون ټول کارکونکي به د نوموړي له خوا په دندو مقررېږي.

په دې هوکړه کې راغلي دي چې د مصالحې عالي شورا به د سولې چارو اړوند مسلې تثبیت، تصویب او مشري به یې کوي.

دغه شان به د دې شورا پرېکړې د رایو په اکثریت کېږي او د اساسي قانون له مخې به د دې شورا پرېکړې د ولسمشر او د دې شورا د ګډ مجلس د تصویب په پایله کې وروستۍ او د اساسي قانون په رڼا کې پلي کېږي.

عبدرب الرسول سیاف او یو شمېر نور سیاسیون
عبدرب الرسول سیاف او یو شمېر نور سیاسیون

دغه راز به له طالبانو سره د خبرو پلاوی د مصالحې عالي شورا ته خپل راپور ورکوي.

په دې هوکړه کې د دواړو لوریو له خوا ژمنه شوې چې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته به لاره هوارېږي ترڅو د لويې جرګې را بللو شرایط بشپړ شي.

د هوکړې په اساس به د ښاروالیو او ولسوالیو شوراګانو لپاره به ټاکنې کېږي او له ټاکنو وروسته به د اساسي قانون د تعدیل پلاوی د حکومت په جوړښت کې د بدلون لپاره ټاکل کېږي.

په هوکړه کې د حکومت په جوړښت کې د بدلون په اړه څه نه دي ویل شوي خو له دې وړاندې ښاغلي عبدالله غوښتنه کړې وه چې باید د صداعظم بست رامنځته شي او د ولسمشر ځینې واکونه باید صدارعظم ته انتقال شي.

په دې سیاسي هوکړه کې لیکل شوي چې د افغانستان د ملي او سیاسي مشرانو یوه پنځه کسیزه ډله به د منځګړو په توګه د دغه هوکړې د پلي کولو څارنه کوي.

د هوکړې د متن د لاسلیک په دې غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف، زلمي رسول، کریم خلیلي، معصوم ستانکزي، باتور دوستم او یو شمېر نورو برخه اخیستې وه.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر نور سیاسیون
پخوانی ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر نور سیاسیون

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې غونډه کې وویل: "مونږ څو سپین ږیرو چې دا کوشش وکړ دا د دې لپاره چې افغانستان په سرعت سولې ته ورسېږي، نن مونږ ډېر خوشحال یو چې د یوالي په فضا کې او ګډې همکارۍ سره د خپلط خاورې د سولې او ابادۍ په لور روان یو."

د جمهوري ریاست د تېرو ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته چې له مخې يې اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان شو د دواړو لوریو ترمنځ اختلاف رامنځته شو چې د حل لپاره يې په کور دننه او بهر هڅې روانې وې.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان له ډلې يې مشتاق رحیم که څه هم د دواړو لوریو ترمنځ دغه لاسلیک شوې سیاسي هوکړه د ملي وحدت د حکومت په شان نه بولي خو وايي راتلونکې پنځه کلونه به هم له ستونزو خالي نه وي.

دوی اندېښنه لري چې په دې سره په افغانستان کې د یو بد کلتور دود کېښودل شو او هر پنځه کاله وروسته به د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته ورته نانندرۍ رامنځته کېږي او واک به ویشل کېږي.

۱۹:۵۹ ۲۸.۲.۱۳۹۹

د طالبانو ډله د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې په غبرګون وايي، څه چې نن په کابل کې وشول د افغانستان د مسئلې حل نه‌دی، افغانستان یوې دایمي سولې ته اړتیا لري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وايي: "څه چې نن په کابل کې وشول، مخکې هم تکرار شوي، خو دا د افغانستان د مسئلې حل نه‌دی او نه ولسي ملاتړ لري. افغانستان یوې دایمي سولې ته اړتیا لري او دا هغه وخت شونې ده چې د دوحې توافق‌نامه په کامل ډول تطبیق شي."

ښاغلی شاهین ټینګار کوي چې باید د دوی ټول بندیان خوشې شي او د توافق‌نامې مندرجاتو مطابق بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي او د ده په ینا په دې کې د مسئلې حل دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG