د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي توافقنامې د لاسلیک له مراسمو یو انځور
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي توافقنامې د لاسلیک له مراسمو یو انځور

ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ سیاسي توافقنامه لاسلیک شوه

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافق‌نامه لاسلیک شوه.

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافق‌نامه لاسلیک شوه.

د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي پر خپل ټویټر ویلي، د دغې توافق‌نامې پر بنسټ به ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا رئيس وي او د ټيم غړي به‌یې په کابینه کې مشارکت ولري.

۱۵:۳۷ ۲۸.۲.۱۳۹۹

شیبې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافقنامه لاسلیک شوه.

د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي پر خپل ټویټر ویلي، د دغې توافقنامې پربنسټ به ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا رئيس وي او د ټيم غړي به یې په کابینه کې مشارکت ولري.

۱۶:۳۴ ۲۸.۲.۱۳۹۹

د ازادي راډیو خبریال اکرام‌الله اکرام د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې په اړه جزئیات وړاندې کوي.

۱۶:۳۹ ۲۸.۲.۱۳۹۹

ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سیاسي کړکېچ د حل موافقه نن په ارګ کې لاسلیک کړه.

تمه ده چې د دې موافقې لاسلیک به په افغانستان کې له انتخاباتو وروسته د واک پر سر اوږده لانجه پای ته ورسوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر په یو بیان کې ویلي چې د دې موافقې له مخې به ښاغلی عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وي او د ټیم غړي به‌یې په کابینه کې غړیتوب ولري.

په بیان کې په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

په افغانستان کې روانه سیاسي لانجه وروسته له هغه پیل شوه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولسمشر اشرف غني د تلې د شپږمې د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ، خو سیال‌یې ښاغلي عبدالله دا پرېکړه ونه‌منله.

په فبروري میاشت کې هغه مهال چې ولسمشر غني د دوهمې دورې لپاره لوړه وکړه، نو ښاغلي عبدالله هم‌مهاله د لوړې مراسم راوبلل.

د دې موافقې بشپړ جزئیات تر اوسه نه‌دي روښانه شوي، خو په دې اړه خبرو اترو ډېر وخت ونیو.

۱۷:۲۹ ۲۸.۲.۱۳۹۹

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG