د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي توافقنامې د لاسلیک له مراسمو یو انځور
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي توافقنامې د لاسلیک له مراسمو یو انځور

ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ سیاسي توافقنامه لاسلیک شوه

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافق‌نامه لاسلیک شوه.

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافق‌نامه لاسلیک شوه.

د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي پر خپل ټویټر ویلي، د دغې توافق‌نامې پر بنسټ به ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا رئيس وي او د ټيم غړي به‌یې په کابینه کې مشارکت ولري.

۲۰:۰۹ ۲۸.۲.۱۳۹۹

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان سیاسي رهبرانو د اختلافونو د حلولو هرکلی وکړ.

ښاغلي سټولټنبرګ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "زه د افغانستان د سیاسي رهبرانو له پرېکړې چې اختلافونه‌یې حل او د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړولو لپاره هڅو ته‌یې مخه کړه هرکلی کوم. ناټو په افغانستان کې تل‌پاتې سولې ته ژمن دی."

۲۰:۵۴ ۲۸.۲.۱۳۹۹

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي "د ولسمشر او مصالحې عالي شورا د مشر ترمنځ د اساسي قانون چتر لاندې د سياسي توافق پر بنسټ، د ملي مصالحې اړوند مسايلو کې عبدالله عبدالله د تشريفاتو او پروتوکول له نظره د هېواد د دوهم مقام ځای لري. د افغانستان اساسي قانون د هېواد دوهم مقام د ولسمشر لومړي مرستيال ته خوندي کړي دی."

XS
SM
MD
LG