د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي توافقنامې د لاسلیک له مراسمو یو انځور
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي توافقنامې د لاسلیک له مراسمو یو انځور

ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ سیاسي توافقنامه لاسلیک شوه

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافق‌نامه لاسلیک شوه.

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافق‌نامه لاسلیک شوه.

د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي پر خپل ټویټر ویلي، د دغې توافق‌نامې پر بنسټ به ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا رئيس وي او د ټيم غړي به‌یې په کابینه کې مشارکت ولري.

۱۷:۳۶ ۲۸.۲.۱۳۹۹

تازه: افغان ولسمشر محمد اشرف غني: نن د افغانستان لپاره اړینه او تاریخي ورځ ده، موږ وښوده چې له بهرني منځګړي پرته دا کار شونی کړ.

۱۷:۴۰ ۲۸.۲.۱۳۹۹

تازه: د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله: له انتخاباتو وروسته کړکېچ راپیدا شو چې نن‌یې د پای ټکی ګڼو، نړیواله ټولنه هم د دغه ټول توافق ملاتړې وه.

۱۷:۴۷ ۲۸.۲.۱۳۹۹

تازه: د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله: زموږ یو شمېر متحدین د دغه توافق په اړه بل برداشت لري، خو دغه توافق جامع دی.

۱۷:۵۱ ۲۸.۲.۱۳۹۹

تازه: د افغانستان مخکېنی ولسمشر حامد کرزی: زموږ د منځګړیتوب هڅه دا وه چې افغانستان ډېر ژر سولې ته ولاړ شي، هیله لرو نه د حکومت له لوري او نه هم د طالبانو د اسلامي تحریک له لوري ان یو ډز هم وشي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG