د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

امریکا کې د کرونا ویروس له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۸۰۰۰۰ واوښت


په نیویارک ښار کې روغتیايي کارکونکي د مړ شوي کس جسد لېږدوي.
په نیویارک ښار کې روغتیايي کارکونکي د مړ شوي کس جسد لېږدوي.

په امریکا کې د کوويډ-۱۹ ناروغانو مړینه مخ پر کمېدو ده خو پرون د مې په یوولسمه نېټه په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته ۸۳۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شو.

له دې سره په امریکا کې په کرونا ویروس د مړو شویو شمېر تر ۸۰۰۰۰ لوړ شو.

یو شمېر اروپايي هېوادونو هم پر خلکو لګولي محدودیتونه ورو کړي دي.

په اروپا کې فرانسې او بلجیم د مې په یوولسمه نېټه په داسي حال کې د کرونا ویروس په خاطر لګېدلي محدودیتونه کم کړل چې د نړۍ روغتیايي کارکوونکو اندېښنه څرګنده کړې چې هیوادونه په ډېره چټکۍ سره پرته له خوندیتوبه بېرته عادي ژوند ته ګرځي.

د جانز هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې امریکا تر یو اعشاریه درې میلیونه زیاتې د کرونا ویروس مثبتې پيښې او ۸۰۶۸۲ مړینې ثبت کړي دي.

د نړۍ پر کچه په دې ویروس څلور اعشاریه یو میلیون کسان اخته شوي دي او تر دوه لکه او شپږاتیا زره زیات مړه شوي دي.

متخصصین په دې باور دي چې واقعي شمېرې تر دې هم زیاتې دي.

د سپینې ماڼۍ کارکوونکو ته ویل شوي چې لویديځې برخې ته د ننوتلو لپاره دې مولونه یا ماسکونه اغوندي چېرته چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفتر کارونه پر مخ ځي.

دا وروسته له هغه چې د مرستیال ولسمشر مایک پنس یو مرستیال او د ولسمشر یو کارکوونکی ناروغ شول.

ټرمپ چې د مې په یوولسمه نېټه په یوه باغچه کې په خبري کنفرانس کې ګډون وکړ، ماسک یې پر مخ نه وو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ده وویل دا ځکه چې له نورو خلکو ډېر لیرې درېږي.

په اروپا کې د ورځني ژوند عادي کولو لپاره خوشبیني زیاته ده.

په هسپانیه کې د کووید-۱۹ په نتیجه کې د مړینو شمېر ۱۲۳ ته کم شوی او په ایټالیايي روغتونو کې په جدي مراقبت خونو کې د ناروغانو شمېر تر زرو کم شوی دی.

په فرانسه کې هم د مړینو شمېر کم شوی خو د مې په یوولسمه نېټه یې ۲۶۳ مړینې ثبت کړې چې دا تر څو ورځو مخکې په پرتله څلور چنده زیات شمېر دی او همداراز نوي مثبتې پيښې دوه چنده راپور شوې.

د بریتانیا صدراعظم یوازي د لږو محدودیتونو د نرمولو اعلان کړی.

دې هېواد ویلي چې له احتیاطه به کار اخلي او په تدریجي توګه به محدودیت لیرې کوي.

چک جمهوریت چې له لومړيو ورځو راهیسي يې خلکو ته د مولو یا مساکونو اغوستلو اعلان کړی وو، ویلي دا امر به د مې میاشتې تر پنځه ویشتمې عملي کېږي.

کرونا ویروس لومړی ځل په چین کې خپور شو او اوس دغه هېواد بېرته عادي ژوند ته د ستنېدو په حال کې دی.

د مې په یوولسمه نېټه د دوشنبې په ورځ چین تر دریو میاشتو ګرځبندیز وروسته د ډزني پارک بېرته پرانیست.

دغه هېواد د سې شنبې په ورځ د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه ثبت کړه.

ځينې هېوادونه داسي ټېلېفوني اپ کاروي چې له ناروغانو سره د خلکو تماس تعقیب کړي او که څوک په کرونا ویروس له اخته کسانو سره په تماس کې شوي وي، هغوی قرنطین کوي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG