د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

بشر حقونو کمېسیون: افغان-جاپان روغتون له ګڼو ستونزو ډک دی


ارشیف، کابل کې افغان-جاپان روغتون
ارشیف، کابل کې افغان-جاپان روغتون

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په کابل کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره ځانګړی شوی افغان-جاپان روغتون له ګڼو ستونزو ډک دی.

دې کمېسیون په خپل یوه راپور کې لیکلي، د دوی ټیم له دې روغتون لیدنه کړې او موندلې یې ده چې هلته روغتیايي کارکوونکي او وسایل کم دي او تر خوا یې، نور اړین مواد چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ترې د وقایې په ډول ګټه پورته کېږي، تر راتلونکو درې ورځو په بشپړ ډول پای ته رسېږي.

په راپور کې راغلي، افغان-جاپان روغتون له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې په هېڅ نړیوال معیار برابر نه‌دی او داسې مهال چې دې روغتون کې باید ۲۸۰ کارکوونکي وی، خو د عامې روغتیا وزارت ورته ۱۷۹ تنه ګمارلي چې له ډلې یې یوازې د ۷۸ تنو مکتوب روغتون ته رسېدلی، خو له دې شمېر یې هم زیات غیر حاضر دي.

د بشر حقونو کمېسیون دفتر
د بشر حقونو کمېسیون دفتر

راپور زیاتوي، په ټول روغتون کې یوازې یو بې‌نمبر پلېټه امبولانس شته چې شاید د قرنطین د شدت پر مهال هغه ته هم د تګ راتګ اجازه ورنه‌کړل شي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دې راپور کې راغلي، په دې روغتون کې نه‌یوازې دا چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره روغتیايي پرسونل ته بشپړ امکانات نه‌شته، ان په ۲۴ ساعتونو کې یوازې یو ځل ماسک ورکول کېږي چې بدل‌یې کړي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون زیاتوي، په افغان-جاپان روغتون کې د لوړ رتبه چارواکو بې‌ځایه فرمایشات چلېږي او تر خوا یې دا روغتون له مدیریتي اړخه هم له ضعیف حالت سره مخ دی.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وړاندیز کوي چې روغتیايي پرسونل ته باید هر څه ژر کېټونه او نور وقایويي توکي چمتو شي، تر خوا یې مدیریت پیاوړی او په دې روغتون کې دې د بې‌ځایه لاس‌وهنو څخه ډډه وشي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت تر اوسه د بشر حقونو کمېسیون د دغه راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG