د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: د سولې خبرو کې باید بیان ازادي په پام کې ونیول شي


په افغانستان کې یو شمېر تصویري رسنۍ
په افغانستان کې یو شمېر تصویري رسنۍ

د افغانستان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، د افغانانو ترمنځ د سولې په پروسه کې د رسنیو ازادي باید په پام کې ونیول شي.

‎‎دغه کمېټه وایي، ‎د رسنیو او بیان ازادي د افغانستان دولت او خلکو له مهمو لاسته راوړنو څخه ده، باید قرباني نه‌شي او په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول ترې دفاع وشي.

د دغې کمېټې مشر نجیب شریفي وایي، دغه هدف ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې د بیان ازادۍ او د رسنیو د حراست یوه کمېټه جوړه او دوامداره خبرې اترې پیل شي.

‎ښاغلي شریفي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۲» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، دا مهال د سولې د خبرو په لړ کې د دواړو لورو نه د رسنیو او بیان ازادۍ په اړه چلند کمزوری دی.

د افغانستان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر نجیب شریفي
د افغانستان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر نجیب شریفي

ښاغلی شریفي زیاتوي: "هغه مهال چې د سولې د پروسې په لړ کې د رسنیو او بیان ازادۍ موضوع مطرح کېږي، هغه استازي چې له طالبانو سره مذاکره کوي باید لازمه پیاوړتیا ولري چې د رسنیو او بیان ازادۍ له مورچل نه سمه دفاع وکړای شي."

‎نوموړی وایي چې د رسنیو او بیان ازادۍ نه د ملاتړ په هدف باید د سولې پروسې لپاره یوه داسې کمېټه جوړه شي چې د ملي شورا، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، مدافع وکیلانو، اروپایي ټولنې، یوناما او یو شمېر نورو بنسټونو استازي په‌کې ګډون ولري.

‎ښاغلي شریفي دا ټینګار هم وکړ چې د حکومت ترڅنګ د رسنیو د اوسني وضعیت نه د نړیوالې ټولنې مالي، سیاسي او مسلکي ملاتړ ته هم اړتیا ده.

خو افغان حکومت هم وایي چې له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د رسنیو او بیان ازادي نه دفاع کول حتمي چاره ده.

‎د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال وایي، د حکومت د سولې مذاکراتو استازي به له طالبانو سره په خبرو کې د رسنیو او بیان له ازادۍ نه په جدیت دفاع وکړي.

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

ښاغلي مینه‌پال وویل: "حکومت د رسنیو او بیان ازادي له خپلو مهمو لاسته راوړنو څخه بولي، د سولې په مذاکراتو کې د رسنیو ازادي، د ښځو او بشر حقونه په هېڅ وجه د معاملې وړ نه‌دي، حکومت د بیان له ازادۍ دفاع کول خپل مسؤلیت بولي."

‎دا مهال په افغانستان کې لسګونه ټلوېزیونونه، سلګونه را‌‌‌‌‌‌ډیوګانې او چاپي رسنۍ فعالیت لري، خو په دې وروستیو کې اندېښنې دا دي چې ګواکې د سولې په مذاکراتو کې به د بیان د ازادۍ پر سر معامله وشي.

‎دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر خصوصي ټلوېزیونونو، را‌‌‌‌‌‌ډیوګانو او چاپي رسنیو د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

XS
SM
MD
LG