د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

ملي ارمان: خلک به له تاسې انتقام واخلي


کورنۍ ورځپاڼې
کورنۍ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د کرونا ویروس په وړاندې په افغانستان کې د روانې مبارزې او د سیاسي مشرانو د خپل‌منځي اختلافاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا نوم ورکړى، "خلک به له تاسې انتقام واخلي." په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ پر زیاتېدو دي او خلک هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو سیاسي مشران لا هم د ملي ګټو پر ځای په خپلو شخصي ګټو پسې نښتي دي او په خپلو کې جوړ نه‌راځي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که له یوې خوا په افغانستان کې له روان سیاسي وضعیته امریکا ناراضه ده او حتى په دې هېواد يې د خپلې یو میلیارد ډالري مرستې د بندولو ګواښ کړی، نو له بلې‌خوا طالبانو هم له روانو خپل‌منځي سیاسي ستونزو ښه پوره ګټه اخیستې ده او په افغان امنیتي ځواکونو يې خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

د سرمقالې لیکوال لیکي، په دې هېواد کې ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي او مسؤلیت‌يې هم پر هغه سیاسي مشرانو دی چې د واک په سر جوړجاړی نه‌رامنځته کوي.

ورځپاڼه وړاندیز کوي چې په اوسنیو حالاتو کې باید ټول اړخونه او سیاسي څېرې د افغانستان روان وضعیت درک کړي او له خپلې سرتنبګۍ تېر شي او داسې څه ونه‌کړي چې خلک‌يې نور ګرېوانونو ته لاسونه وغځوي، ځکه روانو حالاتو ته د ولس د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې "په افغانستان کې له کرونا سره ملي مبارزه په‌کار ده."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې حکومت او روغتیا وزارت تر اوسه یوازې په دې ټینګار کړی چې خلک باید په کورونو پاتې شي په داسې حال کې چې په کور پاتې کېدل د افغانستان تر نیمایي زیاتو خلکو ته تر کرونا په درنه بیه تمامېږي.

د سرمقالې لیکوال ادعا کړې چې حکومت په خلکو د کرونا ویروس د لا خپراوي له وېرې د جدیت ټینګار کوي، خو په خپله حکومت په دې برخه کې جدي دریځ نه‌لري چې په خبره‌يې ډېر د تأسف وړ خبره ده.

ورځپاڼه لیکي چې کرونا یوه نړیواله غمیزه ده او د افغانستان په څېر بې‌وزله هېوادونه چې بیا منظم او ژمن حکومتونه هم نه‌لري د دې وژونکي ویروس نه په لویو غمیزو اوښتی شي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې په دې برخه کې باید افغان حکومت جدي هلې ځلې وکړي، خلکو ته مرستې ورسوي، روغتیايي بهیر لا ګړندی کړي او د کرونا سره د مبارزې په نوم مرسته شوې پیسې په سمه توګه مصرف کړي.

د کورونو او دکانونو د کرایو بخښل، د برېښنا بلونه نه‌ټولول، د لوړو معاشونو ۵۰ سلنه او یا د یوې میاشتې بشپړ معاش له کرونا سره د مبارزې بودجې ته لېږدول ټول مهم ګامونه کېدای شي چې د سرمقاله ليکونکي په باور باید حکومت‌يې پورته کړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د کرونا ویروس د معلومولو د روغتیايي کېټونو کمښت ته اشاره کړې او لیکلي دي چې "حکومت دې دا روغتیايي کېټونه پوره کړي."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوارونه پرانیستل شوي چې تقریباً ټول‌يې د تشخیصیه امکاناتو له کمښت سره مخ دي او په دې ولایتونو کې سلګونه کسان د دې انتظار باسي چې ټسټونه‌يې وشي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي همدا لامل دی چې په دې هېواد کې لا هم د کرونا په ویروس د اخته کسانو رښتینې شمېرې نه‌دي معلومې.

لیکوال لیکي زیات شمېر افغانان چې د کرونا لومړنۍ نښې په‌کې ښکاره شوي بار بار يې تشخیصیه مرکزونو ته مراجعه کړې او هلته له وضعیته ناهيلي شوي دي.

ورځپاڼه لیکي د تېر کال د حوت په میاشت کې متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د کرونا ویروس د تشخیص د ۵۰ زره کېټونو مرسته کړې، خو د سرمقالې د لیکوال د ادعا له مخې تر دې دمه په دې هېواد کې یوازې ۶۶۷۷ کېټونه کارېدلي او کاږي چې پاتې نور ۴۳۳۲۳ کېټونه څه شول؟

د سرمقالې لیکوال دا هم لیکي چې په دې برخه کې ولې هر څه ګونګ دي او ولې روغتیا وزارت له خلکو سره واقعیتونه نه‌شریکوي؟

ورځپاڼې په افغانستان کې د زیاتو ټسټونو په کولو تینګار کړی او له حکومته‌يې غوښتنه کړې چې روغتیايي امکانات زیات کړي.

XS
SM
MD
LG