د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د بریتانیا د صدراعظم روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی


د بریتانیا صدراعظم بوریس جانس
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانس

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانس په کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته اوس په نازک روغتیايي حالت کې دی.

په داسې حال کې چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې په ډېرې چټکۍ په خپرېدو دی، د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن په دې ناروغۍ د اخته کېدو له کبله اوس په نازک روغتیايي حالت کې دی.

۵۵ کلن جانسن پرون د اپریل په شپږمه وروسته له هغه روغتون ته ولېږدول شو چې وضعیت یې خراب شو.

د بریتانیا د صدراعظم دفتر وايي، ښاغلی جانسن په سد دی او سمدستي وینټیلیټور یا مصنوعي تنفس ته اړتیا نه لري.

دې دفتر ویلي چې ښاغلي جانسن د بهرنیو چارو وزیر ډومینېک راب ته دنده سپارلې ده چې د اړتیا په صورت کې د ده چارې سمبال کړي.

په بریتانیا کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله د مړینو په شمېر کې ۴۰۰ تنه زیاتوالی راغلی او ټوله شمېره یې اوس تقریباً له ۵۴۰۰ اوښتې ده.

په فرانسه کې په یوه ورځ په دې ناروغۍ د ۸۳۳ کسانو مړینې او د اروپا په نورو برخو کې د مړینو د شمېر زیاتېدو هغه هیلې خاورې کړې چې ښايي په ځینو اروپايي هېوادونو کې په چټکۍ سره دا خوره شوې وبا نور نو د له منځه تللو په حال کې وي.

په ایټالیا کې چې د تلفاتو شمېر یې ۱۶ نیم زرو ته لوړ شوی پرون د نویو مثبتو مواردو شمیر د تېرو دریو اونیو پرتله کم و.

په اسپانیا کې چې د مړو شمېر یې ۱۳۳۰۰ ته رسېدلی هم د مثبتو مواردو شمېر راکم شوی او د روغتیا وزارت یې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۳۷ کسانو د مړینې خبر ورکړی چې دا په تېرو ۱۳ ورځو کې تر ټولو ټیټه شمېره ده.

د جانز هاپکنز پوهنتون د ارقامو له مخې په امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۵۹ کسان په دې ناروغۍ مړه شوي دي خو ښکاري چې په نیویارک او څو نورو ایالتونو کې چې دې ناروغۍ سخت زیان اړولی، د مړینو شمېره تر پخوا راکمه شوې ده، مګر د دې ایالتونو والیانو بیاهم خبرداری ورکړی چې ډېر امېد نشته ځکه په امریکا کې د دې ناروغۍ له کبله د مړینو شمېره ۱۱۰۰۰ ته نژدې شوې ده.

خو په چین کې چې کرونا ویروس نورې نړۍ ته ترې خپور شو، د لومړي ځل لپاره د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په دې ناروغۍ هېڅوک نه دي مړه شوي.

د ټولې نړۍ په کچه له ۱،۳ میلیون زیات خلک تراوسه په کووید ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او له دې کبله د مړو ټوله شمېره له ۷۴ زرو اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG