د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

چین له طبي وسایلو څخه ډکه الوتکه پاکستان ته واستوله


ارشیف
ارشیف

د چین حکومت روغتیايي کارکوونکي او له طبي وسایلو څخه ډکه الوتکه پاکستان ته له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره واستوله.

په پاکستان کې پر کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر له ۱۴۰۰ اوښتی دی.

د چین د مرستندویه ډلې د هرکلي لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي هوايي ډګر ته ورغلی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مرستې په موادو کې ماسکونه، د کرونا ویروس د ازموینې یا ټسټ کولو ځانګړې طبي بستې او د ډاکترانو او نرسانو لپاره ځانګړې جامې شاملې وې.

چارواکو همداراز ویلي چې د چین حکومت په پاکستان کې د (کوویډ-۱۹) د درملنې لپاره چې د کرونا ویروس له امله پېدا کېږي، د یوه ځانګړي روغتون په جوړولو کې مرسته کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چینايي ډاکترانو اته کسیزه ډله به دوه اوونۍ په پاکستان کې وي او له پاکستاني ډاکترانو سره به د (کوویډ-۱۹) ناروغانو په درملنه کې مرسته کوي او لارښوونې به هم ورته کوي چې څرنګه په کرونا ویروس اخته کسان وڅارل شي.

کرونا ویروس د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبې ولایت په ووهان ښار کې پیدا شو، خو چینايي چارواکو ویلي چې په ووهان کې د خلکو ژوند د عادي کېدو په حال کې دی. په ووهان کې پرون ټرانسپورت تر یوې اندازې بیا فعال شو او د ووهان سرحدونه چې د قرنطین له امله تړل شوي وو، بیا پرانیستل شوو.

په ووهان کې چې ۱۱ میلیونه وګړي ژوند په‌کې کوي، چینايي چارواکو سخت بندیزونه لګولي وو. په دې ښار کې د کرونا ویروس له امله ۳۱۷۷ تنه مړه شوو.

د چین حکومت پرون هم د کرونا ویروس د ۵۴ نویو پېښو د ثبت خبر ورکړ، خو ویې‌ویل چې ټول ناروغان له بهره ورغلي وو.

ارشیف
ارشیف

د کرونا ویروس له امله په ټوله نړۍ کې د ناروغانو شمېر له ۶۰۰ زره زیات شوی او تر ۲۷۸۰۰ زیات انسانان له دې امله مړه شوي دي.

د پاکستان حکومت پرون وویل چې په هغه هېواد کې ۱۴۲۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۱۲ تنه له دې امله مړه شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې هېواد کې په کرونا ویروس اکثر اخته وګړي له ایرانه ورستانه شوي دي.

چین او پاکستان نږدې اقتصادي اړیکې لري او د چین حکومت په پاکستان کې سترې پروژې لري.

پیکېنګ او اسلام‌اباد چین او پاکستان اقتصادي دهلېز په نوم ګډ پروګرام لري چې پر اساس‌یې د چین حکومت په پاکستان کې د میلیونونو ډالرو پانګه بنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG