د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۳

پلچرخي زندان کې د کرونا ویروس د خپرېدو وېره


د پلچرخي زندان
د پلچرخي زندان

د کابل پلچرخي زندان یو شمېر بندیان وایي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ورته هېڅ ډول تدابیر نه‌دي نیول شوي.

د کابل د پلچرخي زندان یو شمېر بندیان ازادي راډيو سره په ټیلیفوني خبرو کې وايي، دوی ته د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مسؤلینو له لوري هېڅ ډول وقایوي تدابیر نه دي نیول شوي.

په پلچرخي زندان کې دوه کسان د دواپاشۍ پرمهال
په پلچرخي زندان کې دوه کسان د دواپاشۍ پرمهال

له دې ډلې یو بندي چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۷» وایي: "په پلچرخي زندان کې د بندیانو ډېر بد وضعیت دی، له موږ نه د کرونا ویروس په اړه خبرې پټېږي، یوازې یو روغتون دلته شته چې په هغه کې هم هېڅ ډول درمل او د وقایې وسایل نه‌شته، دواپاشي نه‌ده شوې، موږ دلته له زیاتو ستونزو سره مخ یو."

بل بندي سید امین وویل: "هغه ډول چې له زندان نه بهر خلک د دې ویروس د خپرېدو په اړه اندېښمن دي، موږ هم خواشیني او اندېښمن یو، خو دلته هېڅ ډول تدابیر نه‌دي نیول شوي، تاسو پوهېږئ چې زندان خو ډېر وړوکی او تنګ دی دلته چې زیات شمېر بندیان دي او څوک هم له یو بل واټن نه‌شي اخیستلی، یو بل ته د دغه ویروس د خپرېدو امکان زیات دی."

دغه بندیان وایي په زندان کې یې څو کسان شته، شک کېږي پرې چې په دغه ویروس په اخته وي، خو د تشخیص او درملنې لپاره‌یې امکانات او پاملرنه نه‌شته او په زندان دننه د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

په پلچرخي زندان کې روغتیايي کارکونکی د بندي د معاینې پرمهال
په پلچرخي زندان کې روغتیايي کارکونکی د بندي د معاینې پرمهال

د دغو بندیانو په خبره، د کرونا ویروس د هغو ملاقاتیانو او عسکرو له لوري ورانتقالېږي چې زندانونو ته تګ راتګ لري.

کرونا ویروس په لومړي ځل د چین په ووهان ښار کې خپور او له هغه وروسته د نړۍ زیاتو هېوادونو ته انتقال شو.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر دې دمه د کرونا ویروس ۲۲ مثبتې پېښې په هرات، سمنګان، نیمروز، کاپیسا، دایکنډي او لوګر ولایتونو کې ثبت شوي چې ډېرې یې په هرات ولایت کې دي.

معمولې روغتیايي لارښوونې

د «کووېد-۱۹» په نوم د کرونا نوي وایروس خپرېدل د تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې (نږدې درې میاشتې مخکې) د چین له ووهان ښار څخه پیل شو.

په دغه وایروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې:

خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځئ او دغه کار په ځلونو تکرار کړئ.

که صابون نه‌وي، د الکل لرونکو مکروب ضد موادو څخه کار واخلئ.

د پرنجي او ټوخي پر مهال هرو مرو خپله خوله وپوښئ؛ که دستمال نه‌لرئ، دغه کار خولې ته د خپل بازو په نیولو وکړئ، نه دا چې د لاس ورغوی خولې ته ونیسئ ځکه له چاپېریال او له نورو کسانو سره تر ډېره په اړیکه کې وي.

د کارول شویو دستمالونو له ساتلو ډډه وکړئ او ژر یې لیرې کړئ.

په خپل مخ، په ځانګړې توګه خولې، پزې او سترګو له لاس وهلو ډډه وکړئ.

له لاس ورکولو او مخ مچولو څخه ډډه وکړئ.

په عمومي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو احتمال په‌کې ډېر وي، تر ممکن حده له ګډون ډډه وکړئ.

له دې سره د محابسو او توقیف‌خونو ویاند عبادالله کریمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه زندان کې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي.

هغه زیاته کړه: "د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ټولو زندانونو کې د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ لازمه وقایوي تدابیر نیولي دي، له هغه برخې د بندیانو او کورنیو ترمنځ لیده کاته هم منع شوي، هېڅ‌څوک اجازه نه‌لري چې زندانونو ته ولاړ شي او په ټولو زندانونو کې د عامې روغتیا وزارت روغتیایي کارکوونکي فعال دي."

له دې سره د افغانستان د ملي دفاع وزارت چې د بګرام زندان مسؤلیت لري وايي په دغه زندان او ټولو نورو قول اردوګانو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتایي تدابیر نیول شوي ډي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان وویل: "د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره افغانستان د ملي دفاع وزارت هم په ټولو قول اردوګانو، قرارګاوو، اداراتو، اړوند زندانونو په ځانګړې توګه بګرام زندان کې هم وقایوي تدابیر نیولي او خلکو ته په دې اړه پوره ډاډ ورکوو."

په افغانستان کې په کرونا ویروس باندې لومړۍ اخته پېښه په هرات ولایت کې ثبت شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خبره، په هېواد کې تر دې دمه ټولې مثبتې پېښې له هغو کسانو ثبت شوي چې له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران نه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG