د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

'له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د مصالحې شورا جوړېږي'


د یو شمېر سیاسونو او ګوندونو د مشرانو د غونډې انځور
د یو شمېر سیاسونو او ګوندونو د مشرانو د غونډې انځور

د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان مشر محمد محقق وايي، د ګوندونو او سیاسیونو لخوا د مصالحې د شورا د جوړېدو په هدف هڅې روانې دي.

په داسې حال کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانانو او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره، د یوه پراخ پلاوي پر جوړولو بوخته ده، یو شمېر ګوندونو او سیاسیونو هڅې پیل کړي چې، د مصالحې عالي شورا جوړه کړي.

د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان مشرمحمد محقق وايي، له طالبانو سره به د پلاوي د خبرو د مدیریت د چارو صلاحیت له دغې شورا سره وي.

ښاغلي محقق د یکشنبې په ورځ له ازادي رادیو سره په خبرو که څه هم په دې اړه ډیر جزییات ورنه کړل خو ویې ویل، دغه شورا به د ارګ تر چتر لاندې نه وي خو هڅه کېږي چې، د ارګ استازی هم په کې شامل وي.

هغه زیاته کړه: "کار روان دی، د مشرتابه عالي شورا به جوړه شي چې، د افغانستان د ټولو خلکو د ارادې ممثله وي، دغه شورا به جامع وي یعنې په جوړښت کې به یې سیاسیون او ارګ شامل وي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې اړه په دې وروستیو ورځو کې په کابل کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو د مشرانو او ځینو موثرو څېرو د دوو ناستو په اړه خبرونه خپاره شوي دي.

د افغانستان د ځینو سیاسیونو ګډ انځور
د افغانستان د ځینو سیاسیونو ګډ انځور

په خبرونو کې راغلي چې، په دغو ناستو کې دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، ګلبدین حکمتیار، عبدالله عبدالله، محمد محقق، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، انوارالحق احدي، سید حامد ګیلاني ،حاجي دین محمد او یو شمېر نورو پېژندل شويو سیاسي کسانو برخه لرله.

د معلوماتو پر بنسټ د ځینو سیاسي مسایلو ترڅنګ، له طالبانو سره د خبرو د پلاوي ترکیب او د مصالحې د عالي شورا جوړول د دغو ناستو د بحث عمده موضوعات وو.

د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد ازادي رادیو ته وویل، د مصالحې شورا به پراخه وي خو د ده په خبره د جوړښت چارې یې لا نه دي بشپړې شوي.

د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد
د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد

هغه زیاته کړه: "له طالبانو سره به مذاکره کونکی پلاوی دغې شورا ته راپور ورکوي او سپارښتنې به یې اخلي، ټولې پرېکړې چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې کېږي، د دغې شورا له نظره به تېرېږي، عمومي نظر دادی چې، حکومت به هم په کې شامل وي."

ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه، د مصالحې د شورا د جوړېدو په تړاو د روانو هڅو په اړه څه نه دي ویلي.

خو په عامه او سټراټیژیکو اړیکو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر وايي، د مذاکره کونکي پلاوی نوملړ بشپړ شوی او د مذاکراتو د نېټې له روښانېدو سره به اعلان شي.

په عامه او سټراټیژیکو اړیکو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر
په عامه او سټراټیژیکو اړیکو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر

هغه زیاتوي: " نوملړ وروستی شوی او طبعاً وروستی شوی خو جزییات د مذاکراتو د نېټې له ځانګړي کېدو سره اعلانوو."

د افغانستان ولسمشر د حوت یا کب په ۱۹مه د لوړې په مراسمو کې ویلي و چې، له طالبانو سره به مذاکره کونکی پلاوی د حوت په شلمه اعلان شي خو تر اوسه هم د دغه پلاوي د جوړېدو په اړه کومه خبره نه شته.

ویل کېږي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او ځینو سیاسیونو ترمنځ اختلاف لامل شوی چې، د پلاوي جوړېدل وځنډېږي.

XS
SM
MD
LG