د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

داعش د مزاري د تلین پر مراسمو د حملې مسوولیت ومانه

داعش ډلې ویلي د احمد تاجکي او بل عبدالرحمان مهاجر په نومونو د دوی دوو وسله والو کړی او په ترڅ کې یې ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو ډزو له پېښې لږ تر لږه ۲ مړي او ۱۸ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار دا څرګندونې ازادي راډیو ته وکړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا د ټپیانو شمیر ۱۸ تنه بللې او د مړو په اړه یې څه نه دي ویلي.

نوموړې پر خپله فیسبوک پاڼه زیاته کړی چې دا لومړنۍ شمېرې دي.

په هغو معلوماتو او خبرونو کې چې له سیمې څخه په ټولنیزو رسنیو خپاره شوې د مړو او ټپیانو شمېر تر دې زیات ښودل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په غونډه کې راټول شوي ټول لوړ پوړي چارواکي او سیاستوال په خوندي توګه له سیمې وتلي دي.

تر اوسه د پېښې څرنګوالی څرګند نه دی خو عیني شاهدان وايي، د کابل په لویدیځ کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین پر مراسمو کې هغه مهال ناڅرګنده وسله والو ډزې پیل کړې کله چې د حزب وحدت اسلامي د ګوند مشر کریم خلیلي غونډې ته وینا کوله.

ښاغلي خلیلي له پېښې وروسته ازادي راډیو ته وویل: "د غونډې د پیل څخه نیم ساعت تېر شوی و، تازه زه خبرو ته ودریدلی وم څو دقیقې خبرې مې کړې وې چې د دریځ په لور ډزې پیل شوې، غونډه ګډه وډه شوه، هلته راټول شوي مشران د غونډې له ځایه سلامت ووتل، زه تقریباً وروستی وم چې د غونډې له ځایه ووتلم، د خلکو په اړه اندېښمن یوو، هیله من یم چې هغوی هم له پېښې روغ وتلي وي، که څه هم دا ډول پېښې تل تلفات لري."

خلیلي وویل، طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي، د نوموړې په وینا بل چاته هم ګوته نه نیسي او د بریدګرو د هویت معلومول یې د امنیتي ادارو کار وباله.

د ازادي راډیو خبریال وايي، د کابل استقلال روغتون ته د ۱ کس مړی او ۶ ټپیان وروړل شوي چې د ۲ کسانو وضعیت نازک ښودل شوی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل ټویټر پاڼه دغه برید د ملي یووالي او بشر ضد جنایت بولي او په وینا یې چې له بریده متاثره شوی دی.

هغه زیاتوي، له ډاکتر عبدالله او استاد خلیلي سره یې ټېلېفوني خبرې کړي او د احوال پوښتنه یې کړې.

ولسمشرۍ مانۍ د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین پر غونډه برید د بشریت پر وړاندې وحشیانه برید وباله.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان حکومت په سختو ټکو دغه برید غندي.

د هغه په خبره زړور امنیتي ځواکونه به د دې برید د دفاع او د خلکو ساتنې په موخه له هر راز اقام کار واخلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG