د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

داعش د مزاري د تلین پر مراسمو د حملې مسوولیت ومانه

داعش ډلې ویلي د احمد تاجکي او بل عبدالرحمان مهاجر په نومونو د دوی دوو وسله والو کړی او په ترڅ کې یې ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د پېښې له سیمې ۱۸ تنه ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

خبریالان وايي، وسله وال غونډې ته څېرمه یوې نیمه جوړه شوې ودانۍ ته پورته شوي او پر مراسمو یې د سپو او درنو وسلو ډزې کوي.

کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو سره خبرو کې وویل، چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي څو وسله وال برید مهار کړي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG