د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

داعش د مزاري د تلین پر مراسمو د حملې مسوولیت ومانه

داعش ډلې ویلي د احمد تاجکي او بل عبدالرحمان مهاجر په نومونو د دوی دوو وسله والو کړی او په ترڅ کې یې ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین پر مراسمو ډزې وشوې او دا مهال د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

غونډې ته کریم خلیلي وینا کوله چې د ډزو له امله ګډوډه شوه.

غونډه کې عبدالله عبدالله او محقق په ګډون لسګونو سیاسي څېرو ګډون کړی.

د محمد محقق یو سکرتر ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي چې محقق له سیمې څخه روغ وتلی.

د اجرائیه ریاست ویاند مرستیال امید میثم وايي، عبدالله عبدالله له پېښې ځایه روغ رمټ وتلی خو وې ویل، چې دغه پېښه کې تلفات اوښتي دي.

تر اوسه د دې برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو سره خبرو کې وویل، چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي څو وسله وال برید مهار کړي.

خبریالان وايي، وسله وال غونډې ته څېرمه یوې نیمه جوړه شوې ودانۍ ته پورته شوي او پر مراسمو یې د سپو او درنو وسلو ډزې کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG