د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

ووهان کې د کرونا له امله قرنطین شوي محصلین کابل ته راځي


ارشیف، په چین کې په کرونا وایروس اخته شوي کسان.
ارشیف، په چین کې په کرونا وایروس اخته شوي کسان.

افغان حکومت د چین له ووهان ایالته افغان محصلین پلازمېنې کابل ته لېږدوي.

د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، دغه محصلین به د راتلونکې جمعې په ورځ د چین له ووهان ایالت نه کابل ته ولېږدول شي.

د دغې ادارې رئیس محمد قاسم وفايي‌زاده د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه د دې لېږد لپاره ځانګړې شوې ده.

ښاغلی وفايي‌زاده زیاتوي: "پرېکړه شوې چې هلته د اریانا افغان الوتکه لاړه شي، موږ دې کار لپاره خپل ټول چمتووالی لرو، نن اریانا خپل درخواست استوي د چین سفارت ته ترڅو د ځانګړي پرواز اجازه واخلي. موږ د جمعې ورځ پشنهاد کړې ده، نو ان‌شاءالله د جمعې په ورځ دا پرواز ترسره کېږي."

ارشیف، له چینه تهران ته لېږدودونکي ایراني محصلین
ارشیف، له چینه تهران ته لېږدودونکي ایراني محصلین

ښاغلي وفايي‌زاده وویل، کوم محصلین چې کابل ته رالېږدول کېږي د حامد کرزي له هوايي ډګره به په امبولانسونو کې د کابل افغان-جاپان روغتون ته انتقال او تر ۱۴ ورځني قرنطین وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د چین په ووهان ایالت کې د ۴۲ افغان محصلینو د رالېږدولو په هدف ټولې تیارۍ بشپړې شوي او ان د روغتیا پالانو هغه ډله چې باید یاد هېواد ته سفر وکړي هم جوړه شوې ده.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه هېڅ کوم افغان محصل په کرونا ويروس نه‌دى اخته شوى.

په چین کې په کرونا ویروس اخته کسان روغتون د لېږدولو په حال کې.
په چین کې په کرونا ویروس اخته کسان روغتون د لېږدولو په حال کې.

دی وايي چې دغه انتقال په خوندي ډول ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم افغان حکومت د یادو محصلینو د رالېږدولو لپاره تیاری ښودلی و او ویلي وو چې د دغه محصلینو لپاره‌يې یوه ځانګړې الوتکه هم چارتر کړې ده، خو د نامعلومو دلایلو له امله دا چاره وځنډېده.

په ورته وخت کې په چين کې د افغانستان سفير جاوېد قایم ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، په چین کې يې د افغان محصلینو سره خبرې پیل کړي چې د خپل تګ او نه‌تګ په اړه خپله وروستۍ پرېکړه دوی ته ووايي چې د نوموړي په وینا د خبرو دا پروسه به د نن ورځې تر ماښامه پای ته ورسېږي.

په چین کې افغان سفیر جاوېد قایم
په چین کې افغان سفیر جاوېد قایم

ښاغلی قایم زیاتوي: "موږ په داخل کې له محصلینو سره کار پیل کړی چې دوی موږ ته د تګ په اړه خپلې وروستۍ پرېکړې ووايي، دا پروسه نن ماښام پای ته رسېږي، دغه‌شان مو د چین د بهرنیو چارو وزارت ته هم مکتوب استولی دی چې موږ ته د پرواز اجازه راکړي، خو دا کار هم وخت ځکه نیسي چې باید له کابله موږ ته د پرواز ځانګړنې راواستول شي."

د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو پر بنسټ په چین کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر له ۷۰ زرو اوښتی دی.

د چین روغتیايي چارواکو ویلي چې د دغې ناروغۍ له امله تر دې دمه په یاد هيواد کې ۱۷۷۰ تنه مړه شوي دي.

له چینه بهر د نړۍ په ۲۵ هېوادونو کې هم په دغه وایروس د اخته ۶۹۴ مثبتو پېښو او د ۳ تنو د مړه کېدو راپورونه ترلاسه شوي دي.

XS
SM
MD
LG