د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

پاکستاني طالبان: کابل کې زمونږ د مشرتابه شورا غړی 'شیخ خالد حقاني' وژل شوی


د پاکستاني طالبانو یو انځور- ارشیف.24 April 2009
د پاکستاني طالبانو یو انځور- ارشیف.24 April 2009

پاکستاني طالبانو ادعا کړې چې د دغه ډلې یو مهم غړی کابل کې په یوه نښته کې وژل شوی دی.

پاکستاني طالبانو یا "ټي ټي پي" د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د دغه ډلې د مشرتابه شورا غړی شیخ خالد حقاني د یو بل طالب قومندان قاري سیف الله پشاوري سره یو ځای د امریکا پلوه ځواکونو له لوري وژل شوی دی.

د دغه اعلاميې په اساس چې د پاکستاني طالبانو دغه قومندان د روان میلادي کال د جنوري يه ۳۱ نېټه وژل شوي دي.

په مومندو ایجنسۍ کې د طالبانو د یوې ډلې انځور. June 2, 2011
په مومندو ایجنسۍ کې د طالبانو د یوې ډلې انځور. June 2, 2011

ویل کېږي چې دواړه وژل شوي کسان له پکتیکا کابل ته تللي وو.

که څه هم معلومه نه ده چې دوی په کابل او پکتیکا کې څه کول خو د بي بي سي په راپور کې د پاکستاني طالبانو د سرچینو په حواله راغلي دي چې دا دواړه مشران د مرکزي مشرتابه په حکم کابل ته "د پټې لیدنې" لپاره لېږل شوي وو.

پاکستاني طالبانو دا هم ویلي چې د دواړو مړي د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې خاورو ته سپارل شوي دي.

د کونړ ولایت د شلټن ولسوالۍ یوه قومي سپین ږیري ملک حبیب ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې څو ورځې وړاندې د شلټن د چوګام سیمې ته دوه جسدونه راوړل شوي او د ډیورنډ کرښې ته څېرمه خاورو ته سپارل شوي دي.

د اسعداباد یوه څنډه
د اسعداباد یوه څنډه

خو دی وايي معلومه نه ده چې دا څوک وو او چرته وژل شوي وو.

هغه زیاته کړه: "کوم معلومات چې زه لرم دوه پاکستانیان چې ویل کېږي په خوست یا په کابل کې وژل شوي وو، شلټن ته راوړل شول او د چوګام په سیمه کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه خاورو ته وسپارل شو، دا سیمه د طالبانو ترکنټرول لاندې ده او هېڅوک هلته تګ راتګ نه شي کولای."

اعلامیه وايي چې شیخ خالد حقاني له دې وړاندې د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر پاتې شوی او قاري سیف الله هم د دې ډلې مهم قومندان بلل کېده.

شیخ خالد د ۲۰۱۴ میلادي کال په پېښور کې په یو پوځي ښوونځي په برید کې په لاس لرلو تورن دی، په دې برید کې نږدې ۱۵۰ کسان وژل شوي وو چې زیات يې کم عمره ماشومان وو.

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، دغه شان افغان طالبانو هم د دې پېښې په اړه ناخبري وښوده.

په ورته وخت کې یوې افغان امنیتي سرچیني چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې څو ورځې وړاندې د کابل د انټرکانټینېنټال هوټل ته څېرمه د بادام باغ په سیمه کې دوه تنه وژل شوي وو.

انټرکانټینېنټال هوټل
انټرکانټینېنټال هوټل

دغه سرچیني د وژل شويو د هویت په اړه ډېر څه نه وايي خو وايي چې له دواړو سره د افغانستان تذکرې موندل شوي دي.

بل خوا د افغانستان په ملي امنیت کې یوې سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې د دغه پېښې په تړاو يې یوه لویه شبکه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG