د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

پنټاګون: غزني کې د لوېدلې الوتکې د مړو پاتې شوني ترلاسه شوي


غزني کې د رانسکورې شوې امریکايي الوتکې ټوټې Jan.27.2020
غزني کې د رانسکورې شوې امریکايي الوتکې ټوټې Jan.27.2020

د امريکا متحده ايالاتو دفاع وزارت تأیيد کړه چې په غزني کې يې د يوې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د وژل شويو دوو امريکايي سرتېرو د مړو پاتې شوني ترلاسه شوي دي.

دغه دوه سرتېري تېره دوشنبه د غزني په ده‌يک ولسوالۍ کې د يوې امريکايۍ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شوي دي.

د امريکا دفاع وزارت پرون په يوه اعلاميه کې وويل، د نسکورې شوې الوتکې هغه دستګاه چې تور بکس ته ورته ده، د امريکا د پوځ لاس ته ورغلې او په اړه‌يې څېړنې روانې دي.

د امريکا دفاع وزارت
د امريکا دفاع وزارت

په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه مړي اول د سیمه‌ییزو اوسېدونکو له‌خوا پيدا شول چې انساني کرامت او د خپلو کلتوري دودونو له مخې يې ساتلي وو.

د امريکا دفاع وزارت دا هم ويلي چې ښايي په راروانو ۲۴ ساعتونو کې د دغو وژل شويو سرتېرو هويت پټ وساتل شي او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته اعلان شي.

تر دې مخکې د امريکا دفاع وزارت يوه چارواکي ويلي وو، د مړو د موندنې او د پېښې د څېړنې لپاره د غزني ده‌يک ولسوالۍ ته يوه ډله لېږل شوې وه چې د طالبانو له کوم مقاومت سره نه‌وه مخامخ شوې.

د سې شنبې پر سهار افغان امنيتي ځواکونه د الوتکې د نسکورېدو سیمې ته نږدې له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه واوښتل.

دولتي ځواکونو غوښتل ځانونه هغې سيمې ته ورسوي چې د الوتکې ټوټې په‌کې پرتې دي او دا سيمه د طالبانو مرکز ګڼل کېږي.

وسله‌والو طالبانو ويلي چې الوتکه دوى ويشتلې ده، خو د امريکا دفاع وزارت وايي، داسې نښې يې نه‌دي ليدلي چې دغه ادعا ثابته کړي.

ذبيح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو وياند معرفي کوي، روېټرز اژانس ته ويلي، د دوى جنګياليو تحقيقاتي ډلې ته اجازه ورکړه چې سيمې ته ورشي.

مجاهد ادعا کړې ده چې طالبانو د الوتکې د نسکورېدو په ساحه کې شپږ مړي ليدلي دي.

بل‌خوا د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان‌الله کامراني وايي، د دغو مړو د پاتې شونو د لېږد لپاره سيمې ته الوتکې ورغلې وې.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان‌الله کامراني
د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان‌الله کامراني

هغه زیاتوي: "ښايي هغه مړي چې دوى راکښلي انتقال کړي وي، ځکه هغې ساحې ته الوتکې تللې وې، اوس هم هغه ساحه چې الوتکه په‌کې لوېدلې وه، ټوله فضا د بهرنيانو تر کنټرول لاندې ده."

طالبان په داسې حال کې د الوتکې د ويشتل کېدو ادعا کوي چې له امريکا سره‌يې د سولې مذاکرې روانې وې.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد چې د سولې په خبرو کې د امريکايي پلاوي مشري کوي، پرون سې شنبه په بروکسل کې د ناټو سرمنشي ته د سولې د خبرو د پرمختګونو په اړه جزئيات ورکړل.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليل‌زاد

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې په افغانستان کې د امريکا پوځي حضور پاى ته ورسوي، خو له ډيپلوماتيکو تماسونو او پوځي فشارونو سره سره د امريکا او طالبانو ترمنځ د وروستۍ هوکړې څرک نه‌ښکاري.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د سولې په خبرو کې په وار وار پر يوه موافقه د سلا کېدو خبرې شوي، خو دا هر څه يوازې د اټکلونو او ګومانونو په حد کې پاتې شوي او عملاً يې نتيجه نه‌ده ليدل شوې.

XS
SM
MD
LG