د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۶

نړۍ

کاناډايي پلټونکو ایران کې د غورځول شوې اوکراینۍ الوتکې ځای کتلی

په دې پېښه کې د ۱۳ افغانانو په ګډون د ایران، کاناډا، اوکراین، سویډن او بریتانیا ۱۷۶ وګړي ووژل شول.
په دې پېښه کې د ۱۳ افغانانو په ګډون د ایران، کاناډا، اوکراین، سویډن او بریتانیا ۱۷۶ وګړي ووژل شول.

کاناډا وایي، پلټونکو یې په تهران کې د هغې اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدو ځای کتلی چې په‌کې د ۵۷ کاناډایانو په ګډون ۱۷۶ کسان وژل شوي دي.

دا خبره د کاناډا د ټرانسپورت وزیر مارک ګارنیو پرون چهارشنبه وکړه، خو ویې‌ویل چې تر اوسه‌یې پلټونکو ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې د دغې بوینګ ۷۳۷ الوتکې د الوتنې او د کابین دننه ثبت شویو غږونو ته لاسرسی پیدا کړي.

دغه الوتکه چې په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره پورته شوې او اوکراین ته په لاره وه چې له الوتو څو دقیقې وروسته لږترلږه د ایران د یوه توغندي د لګېدو له امله نسکوره شوه.

دا پېښه په هغه ورځ وشوه چې ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د غچ اخیستو لپاره په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر دوو اډو د لیرې واټن ویشتونکي څو توغندي وویشتل.

ایراني چارواکو تر دې پېښې درې ورځې وروسته دا ومنله چې دا الوتکه‌یې سهواً په توغندي ایشتي او رانسکوره کړې ده.

د کاناډا د ټرانسپورت وزیر تمه وښوده چې څېړونکی ټیم به‌یې دا معلومه کړي چې څرنګه او ولې د ایران پوځ دغه الوتکه ویشتې او هغه‌یې راغورځولې ده.

په دې پېښه کې د ۱۳ افغانانو په ګډون د ایران، کاناډا، اوکراین، سویډن او بریتانیا ۱۷۶ وګړي ووژل شول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د فرانسې د صدر اعظم استعفا، دغه هېواد کې سیاسي کړکېچ شدید کړی

د فرانسې ولسمشر او صدر اعظم
د فرانسې ولسمشر او صدر اعظم

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د صدر اعظم سباستین لکورنو تر استعفا وروسته هغه ته دوه ورځې مهلت ورکړ چې د حکومت د بشپړ سقوط مخنیوی وکړي.

لکورنو د کار له پیله نژدې میاشت وروسته استعفا وکړه، هغه اقدام چې فرانسه کې یې سیاسي ناورین شدید کړ.

د هغه له استعفا سره د پاریس د ونډو کچه لویدلې او د ایرو ارزښت د ډالرو په وړاندې کم شوی دی.

د فرانسې الیزه ماڼۍ اعلان کړی چې له لکورنو یې غوښتي تر چهارشنبې پورې د هېواد د ثبات د تضمین لپاره خپل پروګرام وړاندې کړي.

په همدې حال کې ښي اړخي افراطي ګوند " ملي اجتماع" د ژر تر ژره پارلماني ټاکنو غوښتنه کړې ده.

پر اسراییل د حماس د برید دوه کاله پوره شول، ټرمپ هیله من دی چې د سولې پلان یې ژر عملي کیږي

له اسراییله یوشمېر برمته شوي کسان، ارشیف
له اسراییله یوشمېر برمته شوي کسان، ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ډاډه دی چې د غزې د سولې پلان به یې ژر عملي شي.

هغه پرون دوشنبه ( د تلې ۱۵مه) په واشنګټن کې خبریالانو ته دا خبره داسې مهال وکړه چې د غزې د جګړې ښکېلو ډلو پرون مصر کې د همدې پلان په اړه غیر مستقیمې خبرې پيل کړي.

لویدیځ اژانسونه لیکي چې د مصر خبرې به نن سه شنبه هم دوام ولري.

دغه خبرې د پاته نژدې ۵۰ اسراییلی برمته شویو او دغه راز د فلسطیني زندانیانو د خلاصون په هدف پیل شوي.

سولې ته د رسیدو هڅې په داسې حال کې روانې دي چې نن د اکتوبر ۷مه، پر اسراییل د حماس د برید ټیک دوه کاله پوره شول، هغه برید چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول.

د حماس، چې اروپایي ټولنه او امریکا یې ترهګره ډله بولي، له همدغه برید وروسته د غزې جګړه پېل شوه چې لسګونه زره کسان په کې ووژل او ټپيان شول او غزه نژدې له خاورو سره خاورې شوې ده.

د ۲۰۲۵ کال له پیله پاکستان کې نژدې دوه نیم زره کسان په امنیتي پېښو کې وژل شوي

ارشیف
ارشیف

په پاکستان کې روان ۲۰۲۵ کال د امنیتي پیښو له پلوه، له تیرې یوې لسیزې راهیسې تر ټولو خونړی کال یاد شوی دی.

فرانس پریس دغه خبره په اسلام اباد کې د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د هغه راپور پر بنسټ کړې چې پرون دوشنبه خپور شوی دی.

د دغه مرکز په راپور کې راغلي چې روان کال یوازې په نهو میاشتو کې د امنیتي پېښو له کبله پاکستان کې ۲۴۱۴ تنه وژل شوي، حال دا چې ۲۰۲۴ کال کې د ټولو وژل شویو شمېر ۲۵۴۶ تنه وو.

د وژل شویو په یاد شمېر کې ملکیان او پوځیان دواړه شامل دي.

په داسې حال کې چې د روان کال نژدې درې میاشتې لا پاته دي، د امنیتي څېړنو دغه مرکز وایي، د تاوتریخوالي دوام ته په پام سره به د وژل شویو شمیر نور هم زیات شي.

راپور کې راغلي چې سږ کال د ترهګریزو پیښو ګراف او په وړاندې یې د پوځ د عملیاتو شمېر زیات دی چې له کبله یې مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

د حماس، اسراییل او امریکا پلاوي د غزې جګړې د پای ته رسیدو په هدف مصر کې خبرې کوي

غزه
غزه

ټاکل شوې چې د حماس، اسراییلو او متحده ایالتونو پلاوي نن په مصر کې سره جرګه شي.

د امریکا متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پیژني.

د مصر نننۍ خبرې چې فرانس پریس غیر مستقیمې بللي، ماښام مهال پيلیږي چې پر اسراییل د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې د برید له دویمې کلیزې سره همهاله دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مرکچیانو غوښتي چې د غزې د نژدې دوه کلنې جګړې د پای ته رسیدو لپاره " بیړنی" اقدام وکړي.

دا خبرې اترې داسې مهال کیږي چې حماس او اسراییلو د امریکا د ولسمشر هغې طرحې ته مثبت ځواب ورکړی چې غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو په اړه ده.

طرحه کې راغلي چې حماس به پاته اسراییلي یرغمل شوي کسان او برعکس اسراییل به فلسطیني زندانیان ازادوي.

د غزې د جګړې د ارامېدو هڅې داسې مهال کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، لا هم غزه کې جګړه روانه ده او په خبره یې د سولې خبرې د جګړې له دوام سره همهاله امکان نه لري.

روبیو وايي اسراییل باید په غزه کې بمبارۍ ودروي

اسراییلو ته د یوه پخواني سفر پر مهال د مارکو روبیو انځور
اسراییلو ته د یوه پخواني سفر پر مهال د مارکو روبیو انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې اسراییل باید په غزه کې خپلې بمبارۍ ودروي ترڅو د حماس له خوا یرغمل کسان خوشې شي.

هغه له سي بي اس شبکې سره په خبرو کې ټینګار وکړ "دا کار د جګړې په دوام سره نه شي کېدلی."

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز له ان بي سي سره په خبرو کې هم وویل چې په غزه کې جګړه "لا پای ته نه ده رسیدلې."

هغه د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو خوشې کول "لومړی ګام" وباله، په داسې حال کې چې په راتلونکو پړاونو کې څه پېښېږي جزییات به یې وروسته معلوم شي.

ښاغلي روبیو دا هم وویل چې حماس د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا وړاندیز شوي پلان او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو چوکاټ سره "په مؤثره توګه" موافقه کړې، او د هغې د پلي کولو لپاره د ترتیباتو په اړه د پریکړې لپاره غونډې روانې دي.

میلیاردر اندرې بابېش د چک جمهوریت پارلماني ټاکنې وګټلې

بابېش تر بریا وروسته خوښ ښکاري
بابېش تر بریا وروسته خوښ ښکاري

د چک جمهوریت د پخواني صدراعظم په مشرۍ ANO ګوند د دغه هېواد پارلماني ټاکنې وګټلې.

بابېش د اروپا د اوسنیو سیاستونو او له اوکرایین سره د پراخو مرستو مخالف دی.

میلیاردر اندرې بابېش به د حکومت د جوړولو لپاره له یوه بل ګوند سره اییتلاف کوي ځکه په یواځې یې د حکومت د تشکیل لپاره د پارلمان ګټلې څوکۍ بسنه نه کوي.

د راپورونو له مخې ښايي بابېش له ښي اړخي ګوند اس پې ډې سره اییتلاف وکړي هغه ګوند چې سیاستونه یې د اروپا د کډوالو د پالیسیو ضد دي.

د سوریې د نوي پارلمان لپاره انتخابات پیلېږي

د سوریې د پارلمان ودانۍ
د سوریې د پارلمان ودانۍ

په پام کې ده چې د سوریې د انتخاباتي حوزو غړي نن یکشنبې د پارلمان د نویو غړو د انتخاب لپاره رایې ورکړي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دا د بشارالاسد له پرځېدلي نظام څخه د سوریې د لیرې کېدو نښه او د اسلامپالو په مشرۍ د اوسنۍ مشرتابه لپاره د ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې یوه ستره ازموینه ده.

د غیرمستقیمو رایو په ننني بهیر کې به شاوخوا ۶ زره کسان په سیمه ایز وخت د سهار له نهو بجو څخه د خپلو سیمو په انتخاباتي حوزو کې رایې ورکړي او د رایو ورکولو مرکزونه به د مازیګر په پنځو بجو وتړل شي.

د ولسمشر احمدشرع له لوري د ټاکل شوي کمیسیون ۱۵۷۰ نوماندانو روانه اونۍ خپل نظریات او پلانونه د سیمینارونو او مناظرو په ترڅ کې وړاندې کړل.

د نننیو رایو په نتیجه کې به د پارلمان له دریو څخه دوه برخې غړي غوره شي او یوه بله برخه به ولسمشر شرع په خپله غوره کړي.

فلسطیني چارواکي وايي چې د ټرمپ له غوښتنې سره سره اسراییل بمباریو او حملو ته دوام ورکوي

د اسراییلو د عملیاتو له پراخېدو وروسته د غزې ښار اوسېدونکي له خپلو مېنو وځي.
د اسراییلو د عملیاتو له پراخېدو وروسته د غزې ښار اوسېدونکي له خپلو مېنو وځي.

د غزې د ملکي دفاع اداره وايي د حملو د درولو لپاره د ولسمشرډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره سره په غزې ښار کې د اسراییلو حملې روانې دي.

د دې ادارې ویاند محمود بسال فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په غزه کې بېګانۍ شپه ډېره سخته تېره شوه او اسراییلو لسګونه بمبارۍ او د توپونو حملې وکړې.

په غزه کې لږ تر لږه اویا کسان یواځې د جمعې په ورځ په بریدونو کې وژل شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پر اسراییلو غږ وکړ چې سمدستي پر غزې بمبار ودروي. دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې حماس د اسراییلي یرغملو د خوشې کولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوي پلان ځينې برخې ومنلې.

ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروث سوشیل کې لیکلي، اسراییل باید پر غزې بمباري سمدستي ودروي ترڅو یرغمل شوي کسان په خوندي او چټکۍ سره خوشې شي.

که څه هم حماس پرون ماښام د ټرمپ د شل فقره يي پلان ځینې برخې ومنلې خو د وسلو د کېښودو په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.

ایران اوه نور بندیان چې په سیاسي او امنیتي دلایلو محکوم شوي وو، اعدام کړل

د بشري حقونو ډلې وايي، ایران د اعدامونو د زیاتوالي له پلوه له چین وروسته د نړۍ دوهم هېواد دی
د بشري حقونو ډلې وايي، ایران د اعدامونو د زیاتوالي له پلوه له چین وروسته د نړۍ دوهم هېواد دی

د ایران قضا نن سهار د اوو نورو سیاسي او امنیتي بندیانو د اعدام حکمونه تطبیق کړل.

د ایران د قضا د خبري آژانس میزان د راپور له مخې شپږ اعدام شوي هغه کسان دي چې تجزیه غوښتونکي او د خوزستان په خرمشهر ښار کې د تروریستي حملو تنظیموونکي بلل شوي. د دې کسانو نومونه تراوسه نه دي اعلان شوي. میزان ویلي دي چې دوی خپل جرمونه منلي وو. د میزان د خبر له مخې دې کسانو له اسراییلو سره هم اړیکي درلودل.

د میزان د خبر له مخې اووم تن یو کرد دی چې په ۲۰۰۹ کال کې د حکومت پلوه سني دیني عالم ماموستا شیخ الاسلام د وژنې په تور نیول شوی دی.

د دې کسانو د محاکمې جریان نه دی خپور شوی او د بشري حقونو ډلو بیا بیا د ایران پر حکومت د تورنو کسانو له حقونو د سرغړونو له کبله انتقاد کړی.

پاکستان وايي، د غزې د سولې لپاره د ولسمشر ټرمپ پلان د اسلامي هېوادونو له طرحې سره توپیر لري

د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر اسحق ډار
د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر اسحق ډار

پاکستان وايي د غزې د سولې لپاره د امریکا د ولسمشر پلان د اسلامي هېوادونو له وړاندیز سره سمون نه لري.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر اسحق ډار نن پارلمان ته په وینا کې وویل کوم پلان چې ټرمپ په روانه اونۍ کې اعلان کړ له هغه شل فقره یې طرحې چې سره چې د څو اسلامي هېوادو مشرانو د سپټمبر په ۲۲مه هغه ته وړاندې کړه توپیر لري.

دې ډلې اسلامي هېوادونو ټرمپ ته وړاندیز کړی و، چې اسراییلي ځواکونه باید په بشپړ ډول له غزې څخه وځي په داسې حال کې چې د ټرمپ په اعلان شوې طرح کې د اسراییلو د قسمي وتلو خبره شوې څو په نتیجه کې یې د حماس ډلې له خوا برمته شوي اسراییلي وګړي خوشې شي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف مخکې د ټرمپ د سولې پلان ستایلی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG