د امریکا متحده ایالات او چین داسې مقدماتي سوداګریز تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې پیکېنګ ژمنه کړې ده چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امریکایي تولیدات او محصولات واخلي.
د دې په ځواب کې متحده ایالاتو د چین پر یو شمېر صادراتو تعرفې کموي.
دا تعرفې له نږدې یو نیم کال راهیسې واشنګټن لګولې وې چې د دواړو هېوادونو ترمنځیې اقتصادي جنجالونو ته لار هواره کړې وه.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي چې له چین سره تجارتي تړون دواړه هېوادونه سره متحد کوي.
ډونالد ټرمپ دا خبرې پرون په سپینه ماڼۍ کې د هغو مراسمو پر مهال وکړې چې د دې تړون د لومړي پړاو لپاره جوړ شوي وو.
هغه وویل: "زه یوازې دا وایم چې دا دواړو چین او متحده ایالاتو ته لویه ورځ ده، دا داسې تړون دی چې خلکو له نږدې ۴۰ کلونو راهیسې په دې باره کې خبرې کولې، خو کله هم ونهتوانېدل چې حتی یوه پاڼه لاسلیک هم ترلاسه کړي، موږ کله هم تړون نهدرلود، دا د دواړو هېوادونو لپاره ستر تړون دی."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې اوس د ۲۰۰ میلیارده ډالرو مسئله ده او ورو ورو به دا هر کال پسې زیاتېږي.
دا ۸۶ پاڼې تړون دی چې له دې سره به د واشنګتن او پیکېنګ ترمنځ له شاوخوا ۱۸ میاشتو راهیسې تجارتي جنجال راکم شي.
د روېټرز اژانس په باور دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د موافقې لومړۍ برخه ده چې د دې له مخې پر ټولو چینایي صادراتو چې متحده ایالاتو تهیې کوي تعرفه نهکمېږي، نو په دې ارتباط نورو خبرو ته اړتیا شته.
د چین د صدراعظم مرستیال لیو هي د تړون د لاسلیک پر مهال د چین د ولسمشر شي جین پنګ پیغام ولوست چې دا تړونیې ستایلی دی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د لهمنځه وړلو لپاره دې نورې خبرې هم وشي.
د تړون له مخې به چین د دوو کلونو په موده کې د نږدې ۲۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د امریکا زراعتي محصولات او نور شیان اخلي.